افغانستان

چارواکي: د روزګان چنارتو ولسوالۍ کې ۱۲ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تر لسو ډېرې امنیتي پوستې نیولې دي.

د چنارتو ولسوال فیض محمد وايي چې تېره شپه طالبانو د ترینکوټ – چنارتو پر لاره د پولیسو ۱۲ پوستې نیولې دي او د لارې واک يې پخپل لاس کې اخیستی دی.

نوموړي د جګړې د جریان په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو بیا د ولسوالۍ د مرکز په لوري د پرمختګ خبرونه ورکړي دي.

هغوی پخپله انټرنیټ پاڼه کې د دوو پوستو د نیولو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې ګڼو امنیتي ځواکونو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دوی هم د ترینکوټ ـ چنارتو لارې د واک خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دم ګړۍ د ولسوالۍ او مرکز دا لاره د دوی په واک کې ده.

ياده دې وي د روزګان د ګیزاب، خاص روزګان، دهراود، چارچينو او چنارتو لارې د طالبانو په واک کې دي او ترینکوټ – کندهار تر منځ د لارې واک هم له دوی سره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x