افغانستان

ولسمشرغني: د ورځې یو میلیون ښکنځلې راته کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشرغني وايي چې د ورځې یو میلیون ښکنځلې ورته کېږي، خو د ده په خبر دی باید خپلې چارې پر مخ بوځي.

که څه هم نوموړي کره شمېره نه ده وړاندې کړې، خو په خواله رسنیو کې، د ارګ پر فیسبوک پاڼه او ځينو لاریونونو کې يې ښايي ښکنځلې اورېدلې او لوستلې وي.

د نوموړي د حکومت په یو کال تېرېدو سره د یوې سروې له مخې د ارګ پر فیسبوک پاڼه یوازې په اوونۍ کې ۱۵۰۰ ښکنځل لیکل شوي و.

ولسمشر چې د ښځو یوې ناستې ته يې خبرې کولې د خپل محبوبیت د له لاسه ورکولو دلیل نه دی په ډاګه کړی، خو په خندا يې وویل:

« ماته خو د ورځې زر… یو میلیون ښکنځل راته کېږي.»

د هغې سروې له مخې چې د ارګ پر فیسبوک پاڼه ترسره شوې وه، په ډاګه کړه چې په يوه اوونۍ کې د ارګ رسمي پاڼې ۳۳ ځړونې کړې، چې ۳۰۹۸ تنو پرې تبصرې کړې دي، او په يادو تبصرو کې یوازې ۱۰۱ تنو د ارګ له چارواکو خوښي ښوودلې.

ولسمشر غني چې په مبالغه کې نوم لري وړاندې تر دې يې ملي شورا ته خبرو کې ويلي و، چې په دیارلسو میاشتو کې يې ۵۶۰۰۰ پوځي عملیات ترسره کړي دي، ښايي د ښکنځلو دا شمېره هم له مبالغې خالي نه وي، خو د دولت د مشر په توګه له خپل ولسه د لرې والي احساس ترې څرګندېدلی شي.

که څه هم د دولت او ولس تر منځ د کرکې جریان په خواله رسنیو کې هم په ډاګه معلومېږي، خو دا لومړی ځل دی چې ولسمشر غني پخپله اعتراف کوي چې له ولسه لرې او ان د میلیون ښکنځلو لایق يې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجیتر کریم

غنی سمه وایی، زه باور لرم چه د افغانستان له نفوس څخه که د ګوټو په شمار د غنی په شان پلورل شوی نمک خواره تری وباسو دغومره میلونه کنځل ورته کیږی ، په کار دا وه چه غنی هم ځانته کنځل کولی هغه بوهیږی چه هغه څه کړی او څه کوی او څه به وکړی ، وجدان یوه سبيڅلتیا ده د اړخ کی قرار لری د هر بدن د سپیڅلتیا په کچه وجدان شتون لری یعنی هغه بدن د وجدان په کچه ښه کارونه کوی ، کله چه د یو بدن سپیڅلتیا صفر ته تقرب وکړی او یا صفر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x