د ملا اخترمحمد منصور د وژنې شائعه د څه لپاره ؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د پنټاګون د رسمي اطلاعاتو په حواله ویل کیږي چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد (منصور) د یوې امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دی.

د پنټاګون چارواکي وایي چې ملا اختر محمد منصورخپله د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر یوې بې پیلوټه الوتکې هغه مهال په نښه کړ چې استخباراتي کړیو د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدي سیمې کې د نوموړي د موقعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل.

د ملي یووالي حکومت ولسمشر او اجرائیه رئیس هم د امریکايي چارواکو د خبر په تصدیقولو سره په جلاجلا ډول د امریکایانو په برید کې د طالبانو د مشر د احتمالي وژل کیدو په اړه غبرګون ښودلی او د نوموړي وژنه یې د سولې د تحقق په لاره کې یو پرمختګ بللی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا ریښتیاهم د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرحدې سیمې احمد وال کې د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی کس د طالبانو مشر دی ؟

او که احیانا په نښه شوي کس ریښتیاهم د طالبانو مشر وي نو د نوموړي وژنه به په افغانستان کې پر روان پوځي او سیاسي وضعیت څه تاثیر ولري؟

د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو د مقاومت نوعیت ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې د ملا اخترمحمد وژنه دي پر هغه څه منفي اغیز ولري.

ځکه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر(مجاهد) تر وفات وړاندې هم دا انګیرنې کیدلې چې که نوموړی ووژل شي نو د طالبانو د مقاومت روح به هم ورسره ختمه او د طالبانو غورځنګ به د خپل تأسیسي مشر په له لاسه ورکولو سره تدریجا متلاشي او له منځه ولاړشي.

خو کله چې نوموړی په طبیعي مړینې وفات شو ولیدل شول چې د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو په پوځي فعالیتونو کې هیڅ بدلون رانغی؛ بلکي طالبانو وکړای شول پر بهرنیو ځواکونو سر بیره د کابل حکومت د داخلي ځواکونو، جنرال دوستم ملیشو، اربکیو او داعش وسله والو سره هم کلکه مقابله وکړي ، هغه داعش چې امریکايان یې د نړیوال پوځي ایتلاف له ټول پوځي ځواک سره ځان له مقابلې څخه ناتوانه بولي.

د امریکایانو په نوښت په پیل شویو څلور اړخیزو ناستو کې د طالبانو نه ګډون او د هغوی ناکامي د امریکایانو لپاره د طالبانو لخوا داسې یو کلک سیاسي ګوزار بلل کیږي چې امریکایان یې له سخت شرموونکي موقف سره مخ کړي دي.

امریکایان اوس غواړي د ملا اخترمحمد د وژنې له اوسنۍ شائعې څخه پر طالبانو باندې د فشار راوړلو په غرض تبلیغاتي ګټه پورته کړي.

هغوی تیر کال هم کله چې د پاکستان د مري په تفریحې سیمې کې د امریکایانو په منځګړیتوب د کابل حکومت او طالبانو مخامخ خبرې ناکامې شوی د طالبانو په یوه خپل منځي برید کې د ښاغلی منصور د وژل کیدو شائعه ګرمه کړه چې وروسته خپله د ملا اخترمحمد منصور د یوې صوتي وینا په ترڅ کې د هغې تکذیب وشو.

د طالبانو په خپل منځي برید کې د طالبانو د مشر دغه شائعه دومره په قوت خپره شوه چې تر اوسه هم ځیني شنونکی نوموړې شائعه ، د شائعې په حیث نه ؛ بلکې د یوې متحققې پیښې په توګه مني او د ملا اخترمحمد منصور پر ژوندیتوب هیڅ باورنه لري.

خو اوس چې یوځل بیا د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې د نوموړي د وژنې آوازه خپریږي ښايي یاد شنونکي د ښاغلی منصور په اړه په دُنیا کې د والبعث بعدالموت عقیدې په خپلولو سره د هغه په اړه د خپرې شوې شائعې لپاره نوي توجیهات ولټوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

تاریخ ښودلې ده چې د ازادي غور ځنګ او حرکت د اشغالګرو او دهغوی د ګوډاګي رژیم په پرو پاګنده او وژنه هيڅ وخت له پښو نه غورځي او بدلون نه پکښې راځي ! د ملا عممر مجاهد (رحمت الله ) په مړينه او دملا منصور وژنه دصليبي د ترور په حمله کې دازادي په حرکت او جهاد هيڅ کوم خنډ نشي جوړولی ! اولس خپل دازادي حق غواړي اوتاريخ ښوودلې ده چې اولسونو داشغالګرو ځالې له منځه وړې او ګوډاګيانو ته یې سزا ورکړې دي!! ژوندي د وي طالبان وروڼه او هغوی چې له خپلواکي سره مينه لري !… نور لوستل »

watanmal
میلمه
watanmal

پتنګ وروره ځما د زړه خبری دی کړی.
خوشحاله شوم چی تر اوسه په خپل فکر ولاړ یی.
عادل وطنمل

گیلانی
میلمه
گیلانی

زوندی دی وی بیا دی هم زوندی وی پتنگ وروره خپلواکی مو هیله دی اسلامی نظام مو زوند دی

ملا عبدالباري
میلمه
ملا عبدالباري

نو ستاسې زړه وو چی دده مرګ هم لکه د مشر مجاهد ملا محممد عمر په شان پټ کړئ نور مونږ پوه شوي یو چی سه زیښتیا سه دروغ دي

pattang
میلمه
pattang

وطنمله وروره ا سلام علیکم !
وروره ډېر در پسې خبه شوی ومه ښه شوه چې روغ اوجوړ یې
یوسف څاروان ، عادل عادل مې ورک کړي دي او داسې يو څو نور هم !
زما پته !
[email protected] ډېر به خوشاله شمه

ورور مو پتنګ