
د عصبي ناروغیو څخه د خلاصون ۱۰ لارې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولی ۲مه ۱۳۹۵ل): عصبي ناروغۍ له مهلکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي چې انسان په یو شمیر نورو مهلکو، وژوونکو او لیونتوب په ناروغۍ هم اخته کولی شي. د عصبي ناروغیو اصلي لاملونه زمونږ د ژوند طریقه ده.
له نیکه مرغه ځینې داسې لارې شتون لري چې انسان په مرسته يي د عصبي ناروغیو مخه نیولی شي. دلته مو له لسو هغو لارو سره چې په مرسته يي د عصبي ناروغیو مخه نیول کیدی شي اشنا کوو:
۱- تل مثبت فکر وکړئ.
۲- هغو کسانو ته چې ورسره مینه کوئ وخت او مینه ورکړئ.
۳- تر څو چې ژوندي یاست زده کړې ته ادامه ورکړئ.
۴- له خپلو غلطیو څخه زده کړئ.
۵- د غوره روغتیا لپاره هره ورځ ورزش وکړئ.
۶- له اړتیا پرته خپل ژوند ځانته سخته مه معرفي کوئ.
۷- خپل شاوخوا خلک تشویق او درک کړئ.
۸- هیڅکله مه ناهیلې کیږئ.
۹- خپل استعداد کشف او وروزئ.
۱۰- ځان لپاره اهداف وټاکئ او خپل خوبونه تعقیب کړئ.
دا هغې لارې دي چې اوسنی ساینس د عصبي ناروغیو څخه مخنیوی لپاره په ګوته کوي. په اسلام کې منع شوي ځینې عادتونه لکه بخل، حسد او کینې څخه ځان ساتل د عصبي ناروغیو مخنیوی کې له اندازې او ګومان څخه زیاته مرسته کوي.