افغانستان

هرات: پر ولایت مقام راکټي بريد شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): هرت کې د دې ولایت پر مرکزي ودانۍ راکټي بريد شوی دی.

په پېښه کې دولتي چارواکو ته زیان نه دی رسېدلی خو عامې روغتیا د مسوولینو په خبره ولسي وګړي پکې زیانمن شوي دي.

د مرکزي روغتون مسوولین وايي چې د پېښې له ځایه ورته شپږ ټيان ور وړل شوي دي چې د دوی په خبره دوه پکې ماشومان هم دي.

د پېښې سیمه د پولیسو له لوري کلابنده شوې او رسنیو ته کره جزییات په ګوتو نه دي ورغلي.

دا په داسې حال کې دی چې د هندي صدراعظم د راتګ او سلما بند پرانیستو خبرونه ګرم دي.

تر اوسه د پېښې په اړه چارواکو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x