پاکستاني چارواکي: په بلوچستان کې د شوي بريد په اړه څېړنې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په بلوچستان کې د هغه بريد اړوند څېړنې روانې دي چې رسنیو پکې د طالب مشر د وژل کېدو خبرونه ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکريا وايي چې دوی ته تر اوسه داسې معلومات په ګوتو نه دي ورغلي چې د طالب مشر ملا اختر محمد منصور وژل دې پرې تاييد کړل شي.

د هغه په خبره دوی هم په بې پيلوټه بريد کې د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبرونه له رسنیو اورېدلي دي.

د بلوچستان ځایي چارواکو هم رسنیو ته ويلي چې په هغه برید کې چې رسنۍ پکې د ملا منصور د وژل کېدو خبرونه ورکوي، یو تن پېژندل شوی او بل تر اوسه نه دی پېژندل شوی.

د دوی په خبره د یوتن د پاسپورټ له مخې هغه ولي محمد نومېږي او د بلوچستان د عبدالله کلا اوسېدونکی دی او د بل تن په اړه پلټنې روانې دي.

د امریکا د دفاع وزارت هم ویلي، چې دوی کره نه شي ویلی چې ملا اختر محمد منصور يې وژلی دی، خو د ګډ حکومت د ملي امنیت ریاست بیا تایید کړې چې په بلوچستان کې د طالبانو مشر وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د خپل مشر په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې هم ځينو رسنیو د طالب مشر ملا اختر محمد منصور د مړینې راپورونه ورکړل، چې هغه وروسته پخپله ملا اختر محمد منصور په غږیز پیغام کې رد کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د