ورزش

انوراګ ټاکر د هندوستان د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولی ۲مه ۱۳۹۵ل): هندوستان کرکټ بورډ انوراګ ټاکر د خپل بورډ نوی مشر ټاکلی کوم چې به د دغې ادارې د تاریخ تر ټولو ځوان مشر وی.

څو اونۍ وړاندې د هندوستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر ششانک منوهر له خپلې دندې استعفا وکړه چې د نوموړې له استعفا وروسته دغه اداره مشر نه درلود او انوراګ ټاکر د دغې څوکۍ یوازینی نوماند و.

د هندوستان کرکټ بورډ خپل ټویټر په رسمي اکاونټ کې په ممبۍ کې ترسره شوې غونډې تصویرونه خپاره کړي او د دغې ادارې نوی ټاکل شوی مشر انوراګ ټاکر ته يي مبارکي ورکړې.

د هندوستان د کرکټ بورډ د مشر ټاکلو غونډه نن په ممبۍ کې ترسره شوې او د هندوستان د کرکټ بورډ ویاند منلې چې ۴۱ کلن انوراګ ټاکر د هندوستان د کرکټ بورډ نوی مشر ټاکل شوی.

د همدې میاشتې په پیل کې د هندوستان د کرکټ بورډ پخوانی مشر ششانک منوهر له خپلې دندې استعفاء وکړه چې له هغې وروسته د کرکټ نړیوالې ادارې لومړی خپلواک مشر وټاکل شو.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر په توګه د انوراګ ټاکر لپاره تر ټولو ستره ننګونه په انډین پریمیر لیګ کې د پراخ فساد پر وړاندې مبارزه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x