نظــر

هغه ملا عمر چی امریکا یی هم حیرانه کړې او مونږ یي هم ورسره حیران کړي یو

      په د قیقه توګه دا معلومه نه ده چی ملا عمر به د سبټمبر د یولسمې  پیښې  د پيښيدلو نه مخکي خبر ؤ  او که نه، او یا که دته هم یوه نا څاپه پیښه وه لکه نورو ته چی نا ځاپه وه چی تر اوسه هم ډیری کسان ددې پیښې  نسبتول اسامه بن لادن او د القاعدی ډلې ته د شک په سترګو ګورې.

     دوی ځینو معینو پيښو ته ګوته نیسي او دا له پامه غورځوي چې داسي پیژندل شوي کسان شته چې د دې پیښې لپاره یې تصمیم او پلان جوړ کړی ؤ او وروسته بیا یا مړه شول او یا ژوندي ونیول شول ، او دا امکان نه لري چې داسي وانګیرل شي چې دوی د یوې طبیعي پیښې قربانیان ؤ چې یوازې یي شمیرې پاتي دي او نور څه نه.

مګر کومې اړیکې چې د ملا عمر او ابن لادن  تر منځ وې او خاصة د ابن لادن بیعت له ملا عمر سره پر دي دلالت کوي چې امکان لري ملا عمر  د دې پیښې له پیښیدو  نه مخکي خبر شوی وي، مګر دا هم مشکل کار دی چې دا ووایو چې ملا عمر د دې پیښې پایلامې په پوره توګه درک کړې وې چې د امریکا عکس العمل به له دې پیښې وروسته دومره قوي وي چې د اسلامي امارت حاکمیت به په افغانستان کښی له منځه وړي.

    هر څه چې ؤ ، هغه څه چې  پیښ شول ټولو ولیدل ، او د طالبانو رهبر د امریکا تر  څرګند ګواښ لاندې راغی چې یا به اسامه بن لادن ورته تسلیموي او یابه د جنګ انتطار وباسې.

    دلته ؤ چې د ملا عمر اصلي  معدن څرګند شولو او له ده څخه یی د اسلام په تاریخ کښي ځانګړی شخصیت جوړ کړلو ، او شاید په انسانی تاریخ کښې هم.

 کله چې ملا عمر د خپل ملګري تسلیمول پرته له کوم دلیل څخه رد کړل ، او داسې معلومیده چې دا شرط د نه ورکولو لپاره یوه بهانه وه.
 

   ځیني وایي چې دي سړي د بن لادن د نه ورکولو له امله کوم تهورانه پریکړه نه ده کړې ، ځکه چې د ده تر لاس لاندي پرته له یوه ویجاړ ملک څخه بل څه نه ؤ چې په اسانۍ سره تري تیریدلی شوی.
 

  او ځیني بیا وایي چي ده د ناکامۍ توقع نلرله ، دواړه حالته سم نه ؤ ، ځکه چی هیڅ عام سړي دا توقع نلرله چې د افغانستان دولت به ناټو او بی ۵۲ نوعه طیارو ته ټینګ شي چې په ټنونو ټنونو منفجره مواد را غورځوي چې نسلونه اوکروندې له منځه وړي .

    او هغه دولت چې دوی هیڅ بللی ؤ بیاهم یو دولت ؤ که د نورو تر نظره دولت نه ؤ مګر د طالبانو او د دوی د مشر له نظره خو دولت بلل کیدلو چې ده کولی شوی یو معقوله  آرام اوهوسا ژوند په کښي وکړي که چیرته  ده د مخدره موادو له تجارانو سره  چې مخدره مواد خرڅوي اتفاق کړی وی نو په ملیاردو ډالر به یی تر لاسه کړي وی.

 مګر د جګړې په حالت کښي دده په مخکی پرته له دې  چې یو تښتیدونکي انسان ته واوړي چې په غارونو او غرونو کښی پټ وګرزي بله لاره نه وه.
  

   دا په دې معنی چې مونږ پر خپل مبدأ ( دریځ ) باندې د ثابت قدمه دریدلو د یوه ځانګړي حالت سره مخامخ یو ، پرته له دې چې مونږ دده د عقیدې او تګلارې په اړه خپل نظر څرګند کړو.

     حقیقت دا دی چې دا هسې خوشې خبره ده چې مونږ ووایو : یوازې ملا عمر  او د ده سخت دریزه افکار او فقهي موقفونه د افغانستان  د پر مختګ په لار کښي خنډ ؤ ،   په اصل کښي دا سي  افکار  په افغانستان کښي ډیر قدامت او رسوخ لري، اودا غوندي افکار د وخت په تیریدو سره د تغییر او سمون جوګه دي او په خاصه توګه کله چې د نورې نړۍ سره د راشه درشه اړیکې ټینګې شي .

  هغه چا چې به ویل : ملا عمر ښځې له تعلیم څخه منعه کوي په دي نه پوهیدل چې مشکل اصلا  د مکاتبو او مدرسو په نشتوالي که دی ، او هغه چا به چې انتقاد پري نیولو چې په ښځو باندي په زوره چادرې اغوندي په دي پوه نشول چې له ساحې څخه د ده وتل په ښځو کي بې ستري را نه وستله. او یا اقلا په هغه منطقو کی چې پښتانه په کښي اوسیږي.  

  دا به ډیره عبث او خوشې خبره وي چې مونږ ووایو چې امریکایان افغانستان ته د افغانۍ ښځې او یا افغان انسان د ازادولو لپاره راغلي ، او یا په عراق باندي یرغل عراقیانو ته د دیموکراسۍ او ازادۍ د فرصت ورکولو په موخه راغلي ؤ.

   د افغانستان سیاسي پيښې په ډیر سطحي او انتقائی ډول نړۍ ته وړاندي کیدلې چي په دي اړه خوږ ژبي ژورنالست ښاغلي تیسیر علونی یو کتاب په انګلیسې ژبه لیکلی چې په نږدي وخت که به له چاپه راووزي.
    نن ملا عمر د امریکایانو لپاره هغه لوی راز دی چې لا تر اوسه یي  د تحلیلولو او پیداکولو لپاره  د دویی قوت ورځ په ورځ زبیښل کیږي .
   شاید د ملا عمر انقلابي شخصیت او  پوخ عزم  او په خپل دریځ کلک دریدل هغه راز وي چي دوي لا تر اوسه نه دي پري پوه شوي.
   امریکایانو ملا عمر ته په لسهاؤ پټ او ښکاره پیغامونه واستول تر څو له دوی سره خبرو ته کښیني ، مګر ده په ډیره میړانه دا ټولو غوښټنو ته هیڅ ځواب هم ورنه کړو او یوازې دا خبره یي ورته اعلان کړه که چیرته زمونږ له ملک نه ونه وزي زمونږ او تاسي تر منځ پرته د  ټوپک  د شپیلۍ نه بل څه نشته. او که چیرته ووزی د وتلو یوه سالمه لار به درته برابره کړو ، په داسې حال کښي چي نور اسلامپال  تحریکونه د امریکا او غربي نړۍ د رضا د حاصلولو لپاره د مختلفو لارو څخه په استفاده له دوی سره د خبرو اترو کوښښونه کوي.

     له یوه پله د ملا عمر دا ځانګړي خویونه چي دی یي لری ، او له بل پلوه د یرغلګرو او د دوي د لکیو کړنې دي چې ورځ په ورځ د ملا عمر پلویان په ډيرو دي ، او امریکایان په خپله وایي چی دوي څلورچنده زیات شوي دي ، او ملا عمر یي په دي عقیده کړی چي دی دخپل مقاومت د کامیابۍ په آخري درشل کښي دی ، که څه هم دا نظریه یوه تسلیم شوې نظریه نه ده ، مګر دا رنګه قربانې او ثبات قدمې د یرغلګرو د ناکامۍ لپاره کافې ده که وخت لږ تیر شو او یا ډیر ـ ان شاء الله.
 

  یادونه :  ( پورتنۍ مقاله څو کاله مخکي لیکل شوي چې د ژباړن له خوا په دی نږدي وختونو کښي ژباړل شوې ده )


 لیکونکی : یاسر الزعاترة

ژباړه : فایز وردک

—-

د فایز وردګ وروستۍ لیکنه:

1. په اماراتو کښي د افغان زده کوونکو ستونزې او دحل لارې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x