
د کابل پوهنتون نیول شوی استاد خوشي شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون استاد او د دې پوهنتون د لیلیې مسجد خطیب له میاشتني بند وروسته خوشي شوی دی.
استاد محمد معروف راسخ چې یوه میاشت وړاندې له خپل کور څخه د ملي امنیت اړوند عسکرو وړی و، نن را خوشي شوی دی.
د هغه نږدې خپلوان وايي چې استاد د ملي امنیت کسانو د «افراط» خپرولو په تور نیولی و او تر یوې میاشتې ډېر وخت يې زنداني کړی و.
د حمل میاشتې په یو دېرشمه نېټه د هغه د نیول کېدو خبرونه رسنیز شول او د کابل پوهنتون محصلینو د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې د لاریونونو ګواښ وکړ.
استاد معروف راسخ نه دي ویلي، چې په یوه میاشتني بند کې يې څه لیدلي او ملي امنیت په کوم تور نیولی و، خو د ملي امنیت ریاست د هغه تر خوشي کولو پورې د نوموړي نیول تایید نه کړل.
د غويي د میاشتې په څلورمه نېټه د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو ومنله چې ملي امنیت د کابل پوهنتون استاد معروف راسخ نیولی دی.
خواله رسنیو کې د نوموړي پر را خوشي کېدو خوښي ښوودل شوې او ګڼو ارادتمندانو ورته د خوښۍ اظهار کړی دی.
ياده دې وي د محمد اشرف غني له واک ته رسېدو سره سم په پوهنتونونو کې د بدلون لپاره د ثقافت د څانګې استادان څو ځلې ګواښل شوي او هغه محصلين چې دیني حلقوي ناستې يې کولي له ناستو منعه شوي دي.
مولوي محمد معروف راسخ چې له څو کلونو راهیسې د کابل پوهنتون د لیلیې د مسجد امام او خطیب پاتې شوی په کابل پوهنتون کې ځانګړی محبوبیت درلود.