
يوسفزی: د ملا اختر محمد منصور د وژنې خبر «باوري نه دی»
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): د افغان چارو کار پوه رحيم الله يوسفزی وايي، چې تر اوسه داسې باوري معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور دې د امريکا په بې پيلوټه بريد کې په نښه شوی وي او تر څو، چې طالبان په خپله د دې خبرې پخلی ونه کړي، دا خبر باوري نه بلل کيږي.
ښاغلی يوسفزی زياتوي، چې د طالبانو د انکار سربېره تر اوسه داسې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې د طالبانو مشر دې د امريکايي بې پيلوټه په بريد کې وژل شوی وي.
د نوموړي په وينا افغان حکومت د اختر منصور د وژنې خبر تکراروي او دا څرګنده خبره ده، چې هغوی ته به هم امريکايي چارواکو دا خبره کړي وي.
رحيم الله يوسفزي رسنيو ته وويل، چې ملا اختر محمد منصور د روانو مذاکراتو مخالف و او امريکا هم نوموړی د سولې د روان بهير پر وړاندې خنډ باله، له همدې امله يې پرې بريد کړی دی.
د ښاغلي يوسفزي په وينا افغان او امريکايي چارواکو له پاکستانه په تکراري توګه دا غوښتنه کړې، چې طالبان دې د خبرو مېز ته راولي او يا دې پر ضد پوځي عمليات وکړي، مګر پاکستان پر دې ټينګار کوي، چې پوځي عمليات د حل لاره نه ده او تېرو پنځلسو کالو کې د طالبانو پر ضد بې ساري پوځي عمليات وشول، مګر پايله يې نه تر سترګو کيږي.
نوموړی وايي، که د اختر محمد منصور د وژنې خبر رښتيا شي، نو دې سره به «مذاکرات بيخي ناشوي شي او دا هم ممکن ده، چې د طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راشي.»
« که د ملا منصور د مرګ خبر رښتيا شي، نو شيخ هبت الله اخوندزاده يا سراج الدين حقاني به د طالبانو نوی مشر وټاکل شي او دا هم ممکن ده، چې د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي يعقوب د طالبانو نوی مشر وټاکل شي.»
رحيم الله يوسفزی په دې اند دی، چې د ملا منصور د وژنې په اړه د امريکا او افغان حکومت خوښي ډېره سمه ځکه نه بريښي؛ ځکه چې مشر هر څوک وي، پاليسي به هماغه وي، چې کومه له پخوا راروانه ده.