ضعیف: که د طالبانو د مشر وژنه رښتیا وي، اعلان به یې ژر وشي

عبدالسلام ضعیف، په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبد السلام ضعیف له الجزیره تلویزون سره د یوې مرکې په ترڅ نن وویل چې د طالبانو د مشر د وژل کیدو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورته تایید شوي، خو که چیري دا کار شوی وي، حتما به دوه درې ورځي اخلي تر څو یې خپله د طالبانو لخوا رسمي تائید یاتردید وشي.

نوموړي وویل چې تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، مونږ په انتظار یو چې حقیقت واضح شي.
ضعیف وویل چې مرګ نوی شی نه دی، هر چاته راځي، طالبان په دې ښه پوهیږي، که چیري د طالبانو مشر وژل شوي وي، نو کیدای شي دوه درې ورځي وخت واخلي تر څو نوی مشر انتخاب او بيا اعلان کړي.
باید وویل شي چې له تیري ورځي راهيسي امریکايي چارواکي او رسنۍ داسي خبرونه ورکوي چې ګواکي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د ډیورینډ کرښي ته نیږدې د امریکايي بې پلوټه الوتکې لخوا په نښه شوی او وژل شوی دی، خو تېره شپه د طالبانو د رهبري شوری یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته دغه خبر رد کړ.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د خپل مشر په نښه کېدو یا نه په نښه کېدو په اړه خپل رسمي موقف نه دی څرګند کړی.

ضعیف وویل چې د طالبانو فکر تر اشخاصو پوري نه دی منحصر؛ بلکي طالبان د ولس غوښتنو ته انعکاس ورکوي او د هغوی له منځه را ټوکېدلي، په خپل هیواد کې ازادي او سوله ایز ژوند غواړي، د یوه کس په وژل کیدو یا پاتې کیدو باندي نه متاثره کیږي.

بل خوا امریکایان وايي چې ملا اختر محمد منصور په افغانستان کې د حکومت سره د سولي لپاره امادګي نه ښودله ځکه یې په نښه کړ، ملا ضعیف وویل چې امریکایان په افغانستان کې په خپلو شرطونو سوله غواړي چې هیڅ یو ازاد افغان به یې ورسره ونه مني او د امریکایانو دا پالیسې به د افغانستان د شخړي د اوږدېدو سبب به سي.

«سوله په زور او په وژنو نه راځي، په دې توګه د افغانستان شخړه اوږديږي.»

نوموړي وویل که چیری دا خبر حقیقت هم وي، نو تر ډیره به طالبانو ته ستونزه نه وي، بلکي ليږ وخت به اخلي تر څو هغوی سره را ټول شي ، طالبان ښه پوهیږي چې د دوی قوت او ى مستقبل برياليتوب په یو والي کې دی.