azizi bank

دعزیزي بانک څخه یوې پيغلي کارکونکي تر یوه ملیون زیات ډالر تښتولي

نن ټکی آسیا: په عزیزي بانک کي یوې ښځینه کارکونکي یو ملیون او سل زره ډالره تښتولي، او د خپلي کورنۍ سره یې ځان د افغانستان څخه ایستلی.

د رسنیو د خبر له مخي ویل شوي چي دا پيغله د عزیزي بانک د رئیس په ضمانت په وظیفه لګېدلې وه، او هغې مذکور مبلغ په یوه بهرني هیواد کي خپل د یو قریب اکاونټ ته انتقال کړي، او بیا یې خپله هم کډه ورپسي کړې.

خپله د عزیزي بانک مسؤولین په دې اړه څه نه وايي، خو ویل کیږي هغه کي چي د پيغلي سره یې له بهرني هیواده کومک کړی، هغه پيژندل شوی دی، او په قانوني توګه د هغه د نیولو او هیواد ته را وستلو لارو چارو باندي غور روان دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د