fbpx

ميدان وردګ: اربکيانو په جلريز کې ليسه تړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): د ميدان وردګو ولايت د معارف مسوولين وايي، چې د جلريزې ولسوالۍ اربکيانو يوه ستره ليسه تړلې ده.

د دغه ولايت د معارف رييس فضل الرحمن طارق د دې پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې په دې اړه يې له والي او د جلرېز ولسوالۍ له چارواکو سره اړيکه نيولې ده.

د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي، چې ځايي اربکيانو يوه ليسه په زور تړلې، چې نږدې زر زده‌کوونکي لري او ګڼ زده کوونکي يې ډبولي هم دي.

د جلريز امنيه قوماندان عبدالحق ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو د ياد ښوونځي له داخله پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ او په غبرګون کې يې اربکيانو دغه ښوونځی تړلی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې اربکيان په جلريز او نورو سيمو کې د ښوونځيو، ولسي خلکو، ښځو او ماشومانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي.

تېر کال هم د ميدان وردګو ولايتي شورا وکيلانو او قومي مشرانو رسنيو ته ويلي و، چې اربکيان د خلکو پر ناموسونو تېری کوي او د ښوونځيو هلکان په زوره پوستو ته بيايي.

قومي مشرانو ويلي و، دوی اړ شوي، چې د اربکيانو پر ضد ولسي پاڅون وکړي او د همدې پاڅون په پايله کې تېر کال روژه کې د اربکيانو ټولې پوستې له منځه وړل شوې وې او ګڼو اربکيانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

د ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيکا، غزني او ګڼو نورو سيمو خلک د اربکيانو له ناوړه چلند څخه شکايتونه کوي، چې دوی په زوره له خلکو ډوډۍ غواړي، د خلکو ناموسونو ته سپکاوی کوي او د خلکو په تښتولو کې لاس لري.

د لوګر محمد اغې، برکي برک، د غزني اندړو او نورو سيمو کې خلک شکايتونه کوي، چې اربکيان تعليمي ادارې او د خلکو کورونه د پوستو په توګه کاروي او له دې ځايه پر مخالفينو بريدونه کوي.

تېره ورځ د کندهار والي همايون عزيزي هم ويلي و، چې امنيتي ځواکونه د خلکو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي، شخصي زندانونه لري، له هر ډول جرمونو پرته خلک په پټه په خپلو پوستو او شخصي زندانونو کې ساتي او بيا يې د پيسو په مقابل کې خوشې کوي.

ولسي خلکو څو څو ځل پر حکومت غږ کړی، چې د اربکيانو د ناوړه چلند مخنيوی وکړي، مګر حکومت تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخيستی او د ولسي خلکو شکايتونه يې بابېزه بللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د