مشرانو جرګه: افغان حکومت له پاکستان سره ډېورنډ رسماً منلې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګه وايي چې د پکتیکا په انګور اډه کې افغان پلاوي له پاکستاني اړخ سره ډېورنډ د رسمي کرښې په توګه منلی دی.

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی جمعه الدين ګيانوال وايي چې پاکستان افغان پلاوي ته هغه دروازه چې ډېره وړاندې د «خیبر» په نوم جوړه شوې وه سپارلې ده، خو ګڼ تاسیسات يې لا هم له دوی سره دي.

د هغه په خبره پاکستان تر ډېورنډ کرښې پنځه ویشت کیلومتره وړاندې راغلی و او زموږ پلاوي ورسره د ډېورنډ پر رسمیت هوکړه کړې ده.

ګیانوال وویل: «پاکستان حکومت د ډيورنډ له فرضي کرښې څخه شاوخوا ٢٥ کيلومتره وړاندې راغلى او تاسيسات يې جوړکړي دي،زموږ پلاوى پرون انګور اډې ته تللى و او د ډيورنډ کرښه يې په رسميت پېژندلې، کومه کرښه چې د ډاکټرنجيب الله رژيم پرمهال موجوده وه، څه باندې ٢٠ کيلومتره راوړاندې شوي دي.»

تر دې وړاندې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال خوښي څرګنده کړې وه، چې پاکستان په افغان خاوره کې د ننه جوړ کړي تاسیسات بشپړ افغان لوري ته سپارلي دي.

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا بلې استازې فوزیې سادات بیا انګور اډې ته تللی پلاوی پر خیانت او معاملې تورن کړی او ويې ویل چې له پاکستاني اړخ سره يې د هېواد پر وړاندې ملي خیانت ترسره کړی دی.

سادات وايي چې زموږ پلاوي انګور اډه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه تایید کړې ده.

یاده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره سم پاکستاني پوځیانو تر ډېورنډ کرښې پنځه ویشت کیلومتره دې خواته په انګور اډه کې پوځي تاسیسات پیل کړل، ولسي وګړو شکایتونه وکړل خو ځايي دولتي ادارې د خلکو څرګندونې بې بنسټه بللې، څه موده وروسته پاکستاني رسنیو د دې تاسیساتو د رسمي پرانیستو ژوندي جریانونه خپاره کړل، خو لا يې هم پر وړاندې افغان لوری غلی و، تازه راپورونه وايي چې له دې تاسیساتو يې یوه دروازه افغان عسکرو ته سپارلې ده.

د شنونکو په باور تر ډېورنډ دې خواته پر تاسیساتو د دولت نیوکه او پر ډېورنډ چوپتیا دا په ډاګه کوي چې حکومت له پاکستاني اړخ سره ډېورنډ رسماً تاييد کړې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
asmatullah
میلمه
asmatullah

لوی خدی(ج) دی نور د افغانیستان دایتمانو ځالی نوره نه ځوروی خو زیات خواشینی په دی یم چی په ارزګان ولایت کی دا خیل په بازار کی چی هلته امنیتی جارواکی هم شتون لری زموږ زیات قومی مخور زپین ږیری او ویښ ځوانان دښکار په ډول مری کس په خپله مخ ځی زموږ نوره حوصیله ختم ده هیڅوک زموږ ږغ نه اوری خو دا ویو چی زموږ په ارزګان بل خصوص په ټوله افغانیستان کی جی څوک امن او سوکالی نه راولی او د خپل قدرت څخه شخصی استفاده کوی مهرن الله(ج) دی زموږ ناری ژر واوری امین امین امین

pattang
میلمه
pattang

دا جاهل احمقان دخل ځان واک نلري نو د ډېورد حق به څنګه ولري ؟؟ دا فاسدین په خپله غلامان دي نو دپښتنو استازيتوب دغ لنډغر هیڅ نشي کولی !!
پښون يو وجود دی دولتونه یې نشي بېله ولی !!