بغلان: طالبانو د ګرځنده قطعې عمومي قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان په مرکزي بغلان کې طالبانو د ګرځنده قطعې عمومي قومندان وژلی دی.

په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو لوی پنډغالی له نږدې لسو ورځو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې دی.

طالبان وايي چې د ګرځنده قطعې دا ډلګۍ د خپل مشر په ګډون د محاصره پنډغالي د خلاصون په موخه پر دوی بريدو وکړ خو د دوی په خبره بېرته يې په شا و تمبول او د قومندان په ګډون يې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.

قومندان عبدالرحمن چې مرکزي بغلان کې د ګرځنده قطعې عمومي قومندان و، د محاصره عسکرو د خلاصون په موخه په کاکا منګل سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

د بغلان ځايي چارواکو د قومندان عبدالرحمن د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو د هغه وژنه د هغه له شره د ولس خلاصون بللی دی.

ياده دې وي مرکزي بغلان کې له نږدې لسو ورځو راهیسې لسګونه عسکر د طالبانو په محاصره کې دي چې دولت يې پر وړاندې بې وسې ښوودلې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د