khidmatgar editorial

طالب ضد رسنۍ دوطن پالنې روحیه نه لري!

دتیرې شنبې په ورځ دخدمتګار ورځپاڼه دمالي امکاناتو دکمښت له امله وتړل شوه .

خدمتګار ورځپاڼه په هیواد کې دبهرنیانو په مالي خیراتونود ایجادشویورسنیوپه منځ کې ترډیرې کچې کامیابه او دنشراتي فعالیت  زیاتره برخه  یې  دتمویلوونکو بهرنیانو په دستور طالب ضد خپرونو احتواء  کړې وه .

دمالي امکاناتو کمښت له امله دیادې ورځپاڼې توقف په حقیقت کې ټولو هغو غږیږو اوچاپي رسنیوته  یوتریخ پیغام دی کومې چې دبهرنیو غربي خیراتونو په  مټ  تأسیس   اودهغوئ  داهدافو دخپراوي لپاره  په چوپړلګیادي.

دغه رسنۍ چې اوس يي شمیره ترسلګونو اوښتي دخارجي ځواکونو په مالي مرسته ایجاد شوې،دهغوئ دسیاسي ،استخباراتي او ايدیالوژیکي موخولپاره تري کار اخیستل شوی او دبقاء اواستمرارچانس یې هم یواځې دهغوئ په مالي تمویل پوري مشروط دی .

که نن بهرني ځواکونه له افغانستانه په شاکیږي اونور خپلوپوځي، استخباراتي اوسیاسي فعالیتونوته خاتمه ورکوي  له هغوئ سر یوځای به دهیواد مطبوعاتي فضا هم ددغوسلګونو صوتي او چاپي رسنیو له نشراتي فعالیت  نه هم خالي کیږي او ځای به یې یواځې هغه رسنۍ نیسي چې دافغان ولس په ابتکار دافغاني ملي اهدافو لپاره ایجادشوې او دهغوئ دانعکاس اوترجماني لپاره  صحافتي   فعالیت  کوي .

دخدمتګار ورځپاني توقف ددغوخیراتي رسنیو ترمنځ په عدم انسجام او نه همغږي سربیره  دهغوئ د اماهیت  او حقیقت هم هرچاته  ښه څرګند کړ چې ددغو  رسنیو په  مؤسسینواولیکوالانوکې  هیڅ ډول  دوطن پالنې  روحیه  نشته  او هغوئ یواځې دمادیاتو په مقابل کې خپل نشراتي خدمت ته ژمن دي که هروخت ورباندې هغه   قطع کیږي له هغه سره همزمان ددوئ رسنیز خدمت او رسالت هم پایته رسیږي  او نور دوئ په هیڅ وجه حاضر نه دی چې ددوئ په اصطلاح دولس آرمانونه منعکس او دهغوئ غوښتنې دچارواکو ترغوږو ورورسوي.

داسمه خبره ده چې دکارونودپرمخ بیولو لپاره مالي امکانات اساسي وسیله ده ،خونن سبا تخنیکي پرمختګونو رسنیز اونشراتي فعالیتونه دومره آسانه کړي چې که یوڅوک وغواړي په ډیروعادي امکاناتو  ډیرزیات کارکولای شي.

دبیلګې په توګه که چیرې واقعا دخدمتګار ورځپاڼې په چلونکواو لیکوالوکې وطني روحیه موجودوي  نو هغوئ هریو کولای شي په خپلو شخصي امکاناتواقلا دهغې انټرنیټي پاڼه فعاله وساتي .

او هغه په دي ډول چې نن سبا هرڅوک په شخصي  توګه کمپیوټر اونیټ ته لاس رسی لري نوکه هغوئ په خپل کورکې وي اوکه دوظیفې په دفترکې وي دومره وخت خامخاپیداکولای شي چې یوه مقاله یایورپوټ ترتیب او خپلې اړوندې پاڼې ته یې  دبریښنالیک په ذریعه ولیږي.

همدا اوس اوس په هیوادکې ډیرې داسې رسنۍ شته چې  دیوه خالص ملي او اسلامي احساس  په اساس  دیوشمیر ځوانانو لخوا ایجاد شوې ، په ډیروسختو شرائطوکې هغوئ هم مقالې ورته لیکي اوهم  یې  اداري او تخنیکي  چارې  په داسې  ډول په مخ بیايي  چې نه دچادمادیاتو مرهون  دي اونه غواړي دچا په مادیاتو پوري  دخپلو نشراتو تداوم  مربوط  اومشروط کړي.

الله تعالی دي زمونږ  دولس په ځوانانو په تیره قلموالو ځوانانو کې  د دین او وطن پالنې  دغه  نوره هم  روحیه قوي  او دهغوئ  دهمت  او عزم مټې دي لاور پیاوړې کړي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د