نن د چابهار بندر درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیکېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۵ل): تمه ده چې نن به د یران په تهران کې د چابهار سوداګریز بندر اړوند درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شي.

دغه هوکړه لیک چې د ایران، هند او افغانستان تر منځ لاسلیکېږي ویل کېږي په سوداګریزه برخه کې د افغانستان له لوري مهم ګام دی.

ولسشمر غني د قطر له دوحې نه تهران ته د راتګ نیت لرې او د هندي صدراعظم هم تهران ته روان دی.

ویل کېږي د دې بندر له پرانیستي سره به افغانستان د سوداګريزې څلورلارې حیثیت خپل کړي او هر کال به میلیونونه ډالر تر لاسه کړي.

ارګ تر دې وړاندې ویلي و، چې ولسمشر غني به په تهران کې د دې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته د نریندرا مودي په ملتیا هرات ته را شي او د سلمان بند پرانسته به وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شاه ولی
میلمه
شاه ولی

ټولو افغانانو ته دچا بها ر بندر د پرانیستی مراسم مباره کی وایم