شعـــــرونه

غزل: عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

په زور راغلو دغه چم کې بیا چغارې وکړې
هر زورور او ستمګر دلته کوکارې وکړې

 لښکرې ماتې شوې  په تیښته  ښکاري
لکه چې بیادننګ ټپې یوې ملالې وکړې

بیاهرې څنډې دمیوند په پله قدم ایښی ده
نن له ګودر انجونو هم دتکبیر نارې وکړې

بیا داحمد بچیو تورې دي له تیکو ویستي
بیا یې  له هر لوري  پرې  وارې  وکړې

بیازما وینه په رګونو کې په جوش راغلې
راته کیسي نن یوه ځوان په یوه لارې وکړې

 ښایي سپین ږیرو مو هم خپل ټوپک ته بیا لاس کړی
غلیم یې وویشتلو سرو وینو یې دارې وکړې

عاکفه بیامو په وطن یو صباوون راروان
نورې یې تیښتې بیاله سمې او له ګارې وکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x