شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

نوراحمد صدیقي

راته وایي تل دې لوند وي ګریوان ولې؟
مدام څاڅي دې له سترګو باران ولې؟

دوه خوږې مینې مې ولیدې خفه شوم
همیش ماسره په جنګ وي جانان ولې؟

هم یې سیځي او هم اوښکې یې بهیږي
تعجب ده، شمه سیځي پتنګان ولې؟

ناز خندا ادا دې ساتمه په زړه کې         1
ای! نیازبینه په ما دومره شوې ګران ولې؟

دښتې غرونه به په سروګلونو پټ وو
پسرلی ده نه ټوکیږي ګلان ولې؟

دا وطن به په لاله نرګس رنګین وو
نن په سرو وینو رنګین دی بیابان ولې؟

صدیقي ته دا پوښتنه که ځواب کړي
نه پریږدي په قراره ملایان ولې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x