غزل: حامدالله ستون

حامدالله ستون

ته رانه مه پوښته چې څنګه دي روانې شېبې؟
زما په سترګو او په زړه پورې حیرانې شېبې

هغه دې ساتي د وخت دغه مسلمانې شېبې
زما په برخه له اوله کافرانې شېبې

څنګه په تمه شم چې را به شي آبادې شېبې
چې مې له ژونده کله هم لا نه ړې ورانې شېبې

تا سره سمې دي روانې انسانانې شېبې
ما سره هېڅ نه ځي په یوه لار حیوانانې شېبې

په دې خپه نه یم چې هېڅ نه وې آسانه شیبې
په دې خپه یم چې به څنګه شي ودانې شېبې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د