دوه ادبي ټوټې: حسن خان احسان

حسن خان احسان 
دلته انسانان ډېر دي. خو انسانیت لاڅوک نه پېژني.
دلته که انسان خپل ژوند، مسلماني، انسانیت، ورورګلوي،مشـر، کشـر،خپل، کلیوال،وجدان، صلح،او میـــنه پېژندلای، نن به د ورور وژنې، بدبختیو،جنګونو، فساد، کورني تاو تریخوالی، تربګېني، په دام کې راګېر نه وو.
نن په هغـه ټولنه کې قرار لرو چې ګڼ شمېر انسانان دي . خو دانسانیت په مانا تر اوســه پوهېدلي نه دي.
چې انسان او انسانیت یعنې څــه؟
دلته دهغه انسان قدر ډېر دی. چې تل یې دانسانیت په نوم وجدانونه په خپل خونکار ګام سـره نړولي دي. هغــه انسانان ډېر دي. چې تل انسانیت او وجدانیت ته په چپه سترګه کتلي او دخپل یاغي او باغي ذهن په فیصلو یې دانسانیت کورونه او ځوانۍ له منځې وړې دي.
په دې ټولنه کشې دانسانیت په نوم مکتب وجود نلري.
خوکتاب یې چاپ شوی.
خو داسې بازار وجود نلري چې دانسانیت په نوم کتاب وپلوري.
ګیلــه مې  لا اوږده شي. چې که دانسانیت په نوم کتاب چاپ هم شي زمونږ بې انسانیته وګړي به مو دانسانیت کلمې ورنه وکاږي…….!!!
له_ټولنـــې_ګیـــــله

مينه او ګودر

مینــه یې پښتنه وه سهار یې لا دګودر لار ونیوله .زړۀ یې نارامــه وو.د اوبو په بهانه یې دګودر غاړې ته ځان ورسول.دموټر لار دکلي دګودر تر څنګ تېره شوې وه.

ټول مسافر په ژړغوني حرکت موټرو ته وختل .موټر حرکت وکړ .نژدې وو چې دګودر نه تېر شي .د دوعایې په لاسونو سره یې عبرګ لاسونه دخدای پامانۍ لپاره جګ کړه.او دپلو پیڅکه یې اوښکې پاکې کړې .

ترهغو یې دمسافرو په موټر پورې کاته تر څو دکلي نه پټ شو .لیونۍ دپښتنې مینې زور زیات وو په ژړا ژړا به یې دا الفاظ تکرارول….!!

دمسافرو مل شې خــدایه.
پردی وطن دی هلته به نه وي ګودرونه.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د