fbpx
afg vs sri

فټبال: افغانستان سیرلانکا ته په درې یو ماتي ورکړه

نن ټکی آسیا: د جنوبي آسیا د هیوادونو په سیالیو کي نن افغانستان د سیرلانکا سره د فټبال لوبه وکړه ، او هغوی ته یې په درې یو (3-1) ماتي ورکړه.

لومړی ګول د سیرلانکا له خوا څخه د فضل زمان په نامه لوبغاړي ووهه، او تر دوهم هاف پوري نیتجه په همدې توګه پاته سول.

خو د دوهم هاف په 62 دقیقه باندي د افغانستان له خوا لومړی ګول محمد رفیع ووهه، او بیا د ګولونو سلسله روانه سول. هارون فخر الدین په 76 او حشمت الله بارګزي په 87 دقیقه باندي په ترتیب سره دوه نورو ګولونه ووهل.

د لوبي په دوهم هاف کي سیرلانکا بیخی په دې ونه توانیدل چي د افغانستان تر ګول پوري ځان ورسوي.. او افغانستان په ټولي لوبي باندي مطلق کنټرول درلود.

افغانستان دولس کارنره هم په سیرلانکا ووهل، او سیرلانکا یوازي یو کارنر تر لاسه کړ.

په دې سیالیو کي ګډون کونکي هیوادونو شمېر ټول اته دی، چي په دوو مجموعو ویشل شوي، او افغانستان په دوهمه مجموعه کي تر اوسه پر اول نمبر دی، ځکه چي دوه لوبي کړې، او دواړي یی ګټلي.

افغانستان ددې تر مخه بوټان ته هم په درې صفر سره ماتي ورکړې وه.

د افغانستان سره په دوهمه مجموع کي مالدیف، سیرلانکا، او بوټان دی. د افغانستان راتلونکی میچ به مالدیف سره د راتلونکي جمعې (6-9-2013) په ورځ وي.

بشپړه لوبه په لاندي ویډیو کي کتلای سئ:

{youtube}LEK2vGsU7pM{/youtube}

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د