ادبي لیکني

انانسري؛ اړتيا ده!

جانان مومن

په مدني او ټولنيز ژوند کي ډېری مهال رسمي او نارسمي چاري د مجالسو، غونډو، کنفرانسونو، سمينارونو او دې ته ورته نورو پروګرامونو له لاري صورت نيسي. د دې له پاره چي ياد پروګرامونه په ښه ډول پاته ورسېږي، نو د مديريت غوښتنه ده، چي هر لوی او کوچنی پروګرام بايد د يو منظم پلان او اجنډا له مخي ترتيب او پيل سي. خو په اکثره وختونو کي هغه پروګرامونه او جلسات غير منظم او ناکام ختمېږي، چي بې پلان او بې اجنډا راپيل سوي وي.

د غونډو، کنفرانسونو او دغه وړ پروګرامونو د برياليتوب راز د غوره پلان او ښې اجنډا تر څنګ په ځيرک او مستعد انانسر کي هم دئ، چي کولای سي په خورا برياليتوب سره پروګرام د اجنډا له مخي منظم پر مخ يوسي، د سټېج او دريځ چاري په ښه ډول سمبالي کړای سي، غونډه ژوندی وساتي او برخوال په خوښۍ له خاطرو سره رخصت کړای سي.

رښتيا به وايو، موږ دا مهال د غوره، مسلکي او مستعدو انانسرانو له سخت کمي سره مخ يو. په لوی سر کي دا مسؤليت د پوهني د سکتور دئ، چي دوی بايد د نورو اړخونو تر څنګ نوي ځوانان او ځلميان د انانسرۍ په برخه کي وروزي، علهده پروګرامونه ورته جوړ کړي، چي هغوی ئې د سټېج او دريځ چاري پر غاړه واخلي، جرائت خپل کړي، وړتيا او زړورتيا پيدا کړي، تر څو په راتلونکي کي نه يوازي د هر ډول غونډو، جلساتو، کنفرانسونو او پروګرامونو وياندويي او انانسري وکړای سي، بلکي په خورا جرآئت سره پر ټاکلو موضوعاتو د ښو او اوږدو ويناوو جوګه هم سي.

په اصل کي د سټېج او دريځ د سر وياندويي او انانسري ذوق دئ، چي نوي ځوانان او ځلميان ورته په خورا علاقمندۍ سره زړه ښه کوي، تر څو له دې لاري ئې خلک وپېژني، دا چاره ئې د سالم شهرت او ښې پېژندلګلوۍ وسيله سي، خو دلته بيا ستونزه دا ده چي زموږ ډېری پروګرامونه او جلسات څنګه چي ښايي په هغه ډول د يو منظم پلان او اجنډا له مخي نه ترتيبېږي، ډېری مهال هر څه تصادفي او پېښکي وي، د دې تر څنګ انانسران او د اجنډا مخته وړونکي هم يوازي د ذوق او علاقې له مخي د دريځ تر شا ولاړ وي، نور دا نه ورته معلومېږي، چي غونډه بايد په څه ترتيب راپيل کړي، څنګه ئې مخته يوسي او په څه ډول ئې پای ته ورسوي.

زه فکر کوم، په عمومي ډول موږ په خپله ژبه کي په ليکلې بڼه دغسي اصول، معيارونه او مهمي سپارښتني نه لرو، چي نوي ځوانان او پېغلي دي د انانسرۍ او د سټېج د سر له پاره د وياندويي په برخه کي ګټه ورڅخه واخلي. ځکه نو نن ستونزه دا ده چي زموږ لوی اکثريت غونډي او پروګرامونه پيکه او شوله پوله وي.

ما د خپلي سيمي او هيواد په کچه په خورا ډېرو غونډو، سمينارونو، کنفرانسونو او پروګرامونو کي برخه اخيستې ده، په اکثره وختونو کي مو له پورته کميانو څخه خورا ډېري د سر په سترګو ليدلي او درک کړي دي. د دغي ستونزي د حل په موخه اړتيا دا ده، چي په دې برخه کي هغه څه يو په يو ستاسو په وړاندي کښېږدو، چي د يو ښه او غوره انانسر ځانګړتياوي تثبيتوي. ممکن دغه ټکي به په نړيواله کچه کټ مټ له منل سوو اصولو، معيارونو او سپارښتنو سره خوله په خوله نه وي برابر، مګر موږ تاسو به ئې د يوې هڅي په توګه ومنو.

• انانسري او انانسر
په اصل کي انانسري نوکي پخوانۍ ريښه او سابقه لري، پېړۍ مخکي دغه پېشه په وجود راغلې، انانسري د لاتيني کليمې انانس (announce) څخه اخيستل سوې ده، مانا ئې پيغام رسول دي. دا پيغام چي په هر ترتيب وو وو به، خو ډول ته ئې انانسري او رسوونکي ته ئې انانسر ويل کېدل. د وخت په تېرېدو سره د پيغام رسولو د ډولونو او شېوو تر منځ تفکيک په وجود راغلی، تر دې چي دا مهال انانسر/ انانسره تر ډېره ځايه هغه چا ته ويل کيږي، چي د يوې غونډي او کنفرانس چاري د اجنډا له مخي پر مخ وړي، پروګرام ته د درنښت او ارزښت ورکولو په موخه په منظم شکل سټېج ته ويناوال رابولي، غونډي ته ساه وربخښي او مراسم ژوندي ساتي.

• د انانسر/ انانسري ځانګړتياوي
د انانسرۍ په باب د دې لنډي ليکني اساسي ټکي په دغو لاندي کرښو کي را يو ځای سوي دي، مهمه دا ده، هغه ځوانان او پېغلي ئې په پام کي ونيسي، چي غواړي د يو غوره انانسر/ انانسري په توګه د يوې غونډي او کنفرانس د سټېج او دريځ چاري په برياليتوب سره پر مخ يوسي:

۱- پر ځان باور لرل: د انانسر له پاره دا مهم اصل دئ، چي پر ځان بايد اعتماد او باور ولري، باجرائت او رند وي، له سام او ستارې څخه وتلی وي.

۲- د غونډي محتوا: د انانسر له پاره حتمي ده، چي د غونډي په محتوا او اجنډا ښه ترا خبر او اګاه وي. ځکه په اکثره وختونو کي ستونزي له همدې ځايه زېږي، چي انانسر ته د غونډي روح نه وي ورمعلومه. ولي دا مسؤليت د انانسر دئ، چي هر څه ځان ته د غونډي له پيل مخکي لا معلوم کړي، څه ډول غونډه ده، د چا له خوا ده، د چا له پاره ده، تر کله ده،…؟ خو دا مهال ګروم دا دئ، چي زموږ انانسران چي په کمه کيافه، کواره او انداز په يو محلي او تفريحي پروګرام کي وياندويي کوي، کټ مټ په علمي، رسمي او اکاډيميکو کنفرانسونو کي هم هغه ډول راښکاره کيږي. دا خو اوس بېخي موډ ګرځېدلی دئ، چي د ويناوال له رابللو مخکي او وروسته بايد انانسر په خورا جزباتي انداز يو شعر مېر ووايي، که څه هم د غونډي محتوا ډيپلوماټيکه او سياسي وي.

۳- د ويناوالو او برخوالو پېژندلګوي: انانسر ته ښايي، چي غونډي ته د ويناوالو په باب مخکي له مخکي لا معلومات ولري، څوک، په څه اړه، په څونه وخت کي، څه شي اوروي يا وړاندي کوي، په همدې ډول بايد انانسر ته د برخوالو په باب هم بشپړ پوهاوی موجود وي، تر څو دی د خپلي انانسرۍ ډول او فزيکي کړه وړه په هغه شکل ترتيب کړي.

۴- د ژبي فصاحت او رواني: د غوره انانسر يوه ځانګړتيا دا ده، چي د ژبي فصاحت او رواني ولري، په اجنډا کي د ويناوالو او برخوالو نومونه په سهي او درست شکل سره تلفظ کړای سي.

۵- پر احساساتو او حرکاتو کنټرول: انانسر اړ دئ، چي د خپلي دندي او مسؤليت پر مهال پر خپلو حرکاتو او احساساتو کنټرول ولري، البته دا چاره غونډو او کنفرانسونو ته په کتو توپير لري. خو په ټول کي پرلپسې بې اړتيا او بې ضرورته فزيکي حرکات او احساساتي ډايلوګونه خستکون تمامېږی.

۶- د دريځ تر شا: دا خورا مهم ټکی دئ، موږ وينو اکثره انانسران د دريځ تر شا څنګه چي ښايي هغه ډول نه درېږي. اول خو اړتيا دا ده، چي انانسر بايد د غونډي محتوا ته په کتو لږ تر لږه ځان هغه ډول ملبس کړي، مثلاً د ازادۍ د ورځي د خوښۍ او جشن د مراسمو له پاره بايد انانسر په ملي کاليو کي د سټېج چاري پر مخ يوسي، خو په سياسي او ډيپلوماټيکو کنفرانسونو کي بيا په مات سر د منلو نه ده، چي انانسر دي پر دريځ په لونګۍ او صدرۍ کي ولاړ وي. دوهم ئې بايد ولاړه موآدبه او ورجسته وي، بيا هم د پروګرام حالت او کيفيت ته په پام سره ئې بايد د ږغ فرېکونسي اختياري وي، له ميکرفون څخه د درېدو اندازه او فاصله بايد ورته معلومه وي…

۷- جزابيت: په لوی سر کي انانسر بايد جزاب، خوش څهره او خوش اوازه وي، دا په اصل کي ځانګړتياوي دي، چي انانسر بايد ورڅخه برخمن وي. په اکثره وختونو کي ښې او پر محتوا غونډي د چغندک انانسر له اسيته غمېدونکي تماميږي.

۸- جديت او نزاکت: دغه دوې مهمي ځانګړتياوي غونډي ته درنښت او ارزښت وربخښلای سي، ځکه د انانسر جديت کولای سي، چي پروګرام د اجنډا سره سم پای سي، د سټېج او دريځ ښه ترا مديريت وکړای سي، د غونډي په جريان کي عمومي کنټرول تضمين کړي، سټېج او دريځ د بې اړتيا کسانو او شيانو څخه وساتي. په څنګ کي نزاکت هغه چاره ده، چي انانسر ئې په مټ غونډه له هر ډول کمي، بدرنګي او خوابدي څخه پای ته رسولای سي.

۹- منځلاريتوب: ضرورت دا دئ، چي انانسر بايد د خپلي دندي او مسؤليت پر مهال نه دونده مغرور او متکبر وي، چي د خلکو بد ورڅخه راسي او نه هم بايد دونه نرم، ملايم او پڅ وي، چي د پروګرام اجنډا او محتوا ورڅخه ګډوډه او بېخونده سي.

۱۰- له مبالغې څخه ډډه: انانسر ته په کار ده، چي هيڅکله هيڅ چا ته تر اندازې او سويې لوړ القاب او اوصاف ونه کاروي، په دې برخه کي له افراط او تفريط څخه کار اخيستل د انانسر پر شخصيت منفي اغېز پرېباسي.
په ټول کي ويلای سو، چي د غوره انانسرانو لرل به زموږ کنفرانسونه او پروګرامونه را درانه کړي، دا درنښت به مو د نورو په مخ کي باسليقه، مستعد او باذوقه معرفي کړي، او دا پېژندنه به مو د سرلوړي او بري تضمين سي.
په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x