ادبي لیکني

څه ډول کتاب ولولو؟

ژباړه :مصطفی ساپی

دیو ښه کتاب لوستل کولای شي چې دژوند له افتخارتو څخه مو شي،ټول کتابونه داستاني، غیر داستاني،شعر او درانده څوجلده کتابونه کولای شوي بغیر له تجربي ډېرڅه لاسته راوړو،دا چې دا ډول کتابونه څنګه پیدا کړو،ولولو او له هغې وروسته څه کار ترسره کړو.

لومړی:د کتاب ټاکنه:

که دتفریح او خوند لپاره کتاب لولئ ددې احتمال لري،چې یو عمومي اوداستاني کتاب او یا یوهیجاني کتاب وټاکوو،له زروګونو کتابونو څخه دیو کتاب ټاکنه  ډېر ګران اوسخت کار دی اما دا به ښه وي،چې ځانته پاملرنه وکړو، چې څه ډول شیان خوښو وو اوڅه شی نه خوښوو.

خپله شخصي ذائقه وپېژنئ او هغه کتاب،چې تاسې ته خوند درکوي وټاکئ،ځينې تخیلي داستانونه خوښوي خوځيني نور یې بیا نه خوښي،تاسې خپله فکر وکړئ چې څه ډول تجربه غواړئ ترلاسه کړئ یوکشف لرونکی ذهن؟دشخصیتونو داحساسي ژوند په اړه؟هغه کتاب چې لولئ يې څومره حجم ولري؟

غیرداستاني کتابونه لږڅه له روماني کتابونو نه اسانه وي،زیاتره تاریخي او دخلکو دپېژندنې په اړه وي لږ فکر وکړئ چې آیا مشهور کس دی چې تاسې یې دژوند په کېسه پوی شئ او یا دیو هېواد، جنګ او یا دتاریخي پېښو په اړه پوی شئ، تقریبآ په هره موضوع چې فکر کوئ یو غیر داستاني کتاب موجود دی.

که دخپلې خوښې موضوع مو پېدا کړه،نو هغه په تېزۍ او سرعت سره مه اخلئ دهغې په کیفیت، لیکوال او د ژباړن په اړه دقت وکړئ دهغې له پوره  پېژندنه وروسته یې واخلئ او ویلولئ .

کتابتون ته لاړ شئ که د یو کتابتون غړي یاست د یو کتاب دلاسته راوړلو لپاره ښه ځواب لرئ تاسې کولای شئ هر کتاب چې ستاسې دخوښې وړ وي او ستاسې توجو ځانته راجلب کړي په هغه شېبه کې لاسته لري.

له شاواخوا خلکو نه پوښتنه وکړې ښه ملګري او یا تاسې ته نژدې خلک کولای شي چې تاسې ته دیو ښه کتاب وړاندیز وکړي، خو دې ته باید پاملرنه وکړئ چې د کتاب ذوق په مختلفو خلک کې مختلف وي.

پلټنه وکړئ اینټرنیټ له مالوماتونه ډک دی چې دکتاب دمینوالو لپاره ښه مالومات لري اکثر دکتاب ویونکي خلک دا غواړي چې دکتاب په اړه خپل مالومات او تجربې له نورسره شریکې کړي ودویلو یو انجمن ته لاړ شئ او یا د کتاب پلورلو یوسایټ پېدا کړئ.

دوم: د کتاب لاسته راوړل:

د کتاب دلاسته راوړلو لپاره ډېرې لارې شته.

که دیوکتابتون غړي یاست نو کتاب له کتابتون نه وغواړئ،یوازینی کار چې باید ترسره یې کړئ دا دی چې کتاب له کتابتون څخه وغوړائ،ډېری کتابتونونه تاسې ته ددې اجازه درکوي چې دیوالکترونیکي سیستم پواسطه دخپلې خوښې کتاب ولولئ اوبېرته ترلوستلو وروسته یې ورکړئ.

د کتابتون اویا دخرڅلاو له یوسایت څخه کتاب وپلورئ،دخپلې خوښې کتابونو یو نسخه له ځانه سره ولرئ ددې کار خوند په دې کې دې چې دبازار تر ټولو تاوده کتابونه دخپرېدو په وخت کې واخلئ او ویلولئ، مخکې له دې نه چې کتاب واخلئ دهغې مقدمې او منځنیو پاڼو ته یوه کتنه وکړئ کله چې ښه باوري شوئ پس له هغې په کتاب روپې ورکړئ.

کتاب په قرض واخلئ تاسې ته نژدې ملګرې اوخلک کولای شي ترهغو تاسې ته کتاب درکړي ترڅو چې يې تاسې ختموئ،خو بایدپه دې باوري اوسئ چې هغه روغ وساتئ.

الکترونیکي کتابونه واخلئ په دې ورځو کې که د یو کتاب چاپي نسخه خپرېږي نو الکترونیکي نسخه یې هم په بازار کې خپرېږي دالکترونیکي کتابونو بيې په ټولو ځایونو کې دچاپي نسخو په پرتله کمې وي، که تاسې زیات کتاب ویونکي یاست اویا داسې یو کس یاست چې کتاب په نیمه کې پرېږدئ نو ځان ددې نسخو په اخیستلو عادت کړئ ددې کتابونو دځان سره په کاري محل کې، مسافرۍ کې، په کورکې تر ټولو چاپي کتابونه راحته وي.

دریم:د کتاب لوستنه:

دناستې لپاره یو راحته ځای پیدا کړئ،ځان په دې باوري کړئ چې راحته ځای دی او په کافي اندازه نور ولري او وروسته په لوستو پیل وکړئ.

دپیل اوپای خبرو په اړه تصمیم ونیسئ دکتاب مقدمه دکتاب دفلسفې په اړه وي دلیکوال وضعیت او دکتاب وضعیت په بازار کې دی، زمونږ وړاندیز دادی چې دابرخه له لاسه مه وکوئ دپای خبرې معمولآ دډېری لیکوالانو او دکتاب په اړه مشورې وي.

په ورو یې ولولئ دیو ښه کتاب لوستل واقعآ دوخت ورکول دی یو لرګی دکتاب لوستو لپاره باید ولرئ ترڅو په یووخت کې  زیات کتاب ونه لولئ،ځانته ددې اجازه ورکړئ ترڅو هغه کتاب چې مو په لاس کې په مختلفو وختونو کې دهغې له لوستو څخه خوند واخلئ.

دا ټکي په یاد ولرئ:

ـ هغه خلکو ته فکر وکړئ  چې یوکتاب یې له ابتدا څخه ترانتها پورې لوستی دی توجو مه کوئ بغیر له داستاني نور هېڅ کتاب دا ډول لوستو ته اړتیا نه لري.

– دمقالو مجموعه دشعرونو کتابونه او داسې نور کتابونه په ترتیب لوستو ته اړتیا نه  لري دخپل ذوق سره یې سم مطالعه کړئ.

-ځينې وختونه باید یوکتاب په نیمه کې پرېږدئ،که یومشهور رومان هم وي ځان دې ته مه مجبوروئ چې ترپای یې ولولئ،دخپل احساس برابر له کتاب سره عمل وکړئ.

-ځانته داتجربه جوړه کړئ پنسل په لاس کې واخلئ او هغه څه چې مو دلوستو په وخت ذهن ته راځي په حاشیه کې يې ولیکئ که کتاب موخپل مال وي ددې کوشش مه کوئ چې هغه دلومړۍ ورځې په شان وساتئ.

-دځان دکتاب لوستو طریقه پېدا کړئ که دیو پرګراف له لوستو وروسته باید هغه بېرته له اوله  ولولئ دا کار بیا ترسره کړئ، دا دلیل نه لري چې تاسې دنورو په شان کتاب لوستنه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x