روزګان چارواکي: د قومندان په ګډون ۱۱ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

د روزګان ځايي چارواکي وايي چې په چهارچینو ولسوالۍ کې د یوې پوستې د قومندان په ګډون ټول پرسونل طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په روزګان کې د ساخر سیمې د اربکیانو قومندان وايي چې دغه پوسته په یاده سیمه کې پرته وه او تېره شپه يې قومندان فضل احمد له خپلو ټولو ملګرو سره طالبانو ته ورغلی دی.

د هغه په خبره له دوی سره د چهارچینو د امنیه قومندانۍ متمد هم ملګری شوی او د قومندانۍ ټول اسناد يې طالبانو ته ور وړي دي.

سرچینه وړاندې زیاتوي چې دوی له ځانو سره دوولس میله وسله هم طالبانو ته ور وړې ده.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو په یاده سیمه کې دوه ورځې وړاندې هم دریو پولیسو خپل شپږ ملګري ووژل او طالبانو ته ور وتښتېدل.

د ساخر سیمې د اربکیانو قومندان وايي چې دغه پولیس دوی ته له کندهاره د مرستې په تمه راغلي و، خو دریو تنو شپږ نور ووژل او پخپله وتښتېدل، طالبانو دغه درې تنه بریدګر خپل نفوذي ملګري بللي و.

ياده دې وي د چهارچینو، ګیزاب، دهراود، خاص روزګان او ترینکوټ ـ کندهار لارې د طالبانو په واک کې دي چې دولتي ودانۍ يې د طالبانو تر محاصرې لاندې ګڼل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د