MILITARY-afghan

د داخلي ځواکونو دژوند ژغورلو مسؤلیت دچا په غاړه دی؟

دکورنیو چارو نوي وزیر عمر داود زوی دتیرې دوشنبې په ورځ په خپلو لومړنیو څرګندونوکې وویل چې دروان میلادې کال دمارچ له میاشتې راهیسي تراوسه ۱۷۹۲ پولیس وژل شوي او ۲۷۰۰ کسان  په مخامخ نښتوکې ژوبل شوي دي .

همداراز په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو پوځي مشر جنرال دانفورد له ګارډین ورځپانې سره په  تازه مرکه کې ویلي چې په  یوه اونۍ کې ۱۰۰تنه افغان ځواکونه له مخالفینوسره په جګړه کې وژل کیږي اوداهغه څه دي چې دجګړې په ډګرکې زمونږ لپاره  دمنلو وړنه دي.

د افغان ځواکونو دغه ځاني درانه تلفات په داسې حال کې خپلې ترټولو لوړې کچې ته رسیږي چې هم دهغوئ بهرني روزونکي اوهم دولتي چارواکو  ددغو ځواکونو دوړتیا او له طالبانوسره  په یواځیتوب دمقابلې کولو ادعاګانې کوي.

داچې یواځې په تیرو ۵ میاشتو کې دداخلي ځواکونو دمړیو او ټپیانو شمیره ۴۴۲۹ ته رسیدلې  نود پوره کال په تیریدوسره به هغه ترکومې کچې نوره  لوړیږي؟

اوس خبره داده چې  ددغو ځواکونو وړتیا په څه کې ده چې هم یې دوژل شویو شمیره تر زرګونو مړیو اوښتې او هم یې دجګړې په ساحه کې  عملا ټول کنټرول له لاسه وتلی .

داچې دکابل حکومت چارواکي یواځې په دې ادعاګانو داخلي ځواکونو تیرباسي چې اوس دامنیت واک داخلي ځواکونو ته سپارلی شوی داخو هم دعمل په ساحه کې هیڅ واقعیت نه لري ؛ځکه مونږ په همدې میاشت کې په میدان وردګو ،پکتیا او دهیواد په ځینو نورو سیموکې د ډیرو داسې پیښو شاهدان یو چې هالته داخلي ځواکونه  دبهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونوکې وژل شوي او آن که ووایو چې دداخلي ځواکونو لویه برخه خپله  دبهرنیو ځواکونو دهوايي بریدونوپه ترڅ کې وژل شوي.

دبهرنیوځواکونو هوايي برید طبعا هغه وخت ترسره کیږي چې کله داخلي ځواکونه ونکړای شي په یواځیتوب سره دطالبانو دبریدونو مقابله وکړي .

چې په دې سره  دبهرنیانو او یا دکرزي اداري د پوځي چارواکو هغه ادعاوې چې دوئ یې دافغاني ځواکونو داستقلال په اړه کوي هم  ټولې ناسمې ثابتیږي.

افغان داخلي ځواکونه چې یواځې دډیرو لیږو مادي امتیازاتو په بدل کې دهیواد تش په نوم دفاع ،داخله او امنیتي ارګانونوکې کارکوي باید په خپله دخپل ژوند دژغورلو مسؤلیت درک کړي او چاته اجازه ورنه کړي چې په لوي لاس دهغوئ په ژوند لوبي وکړي او دخپلو شخصي اغراضو دترلاسه کولو لپاره هغوئ  دمرګ کندې ته ورټیل وهي.

هغوئ باید دخپل ژوند لپاره عالي اهداف په نظر کې ونیسي نه داچې دمحدودې اندازې مادیاتو په مقابل کې خپل ژوند هم په خطر کې واچوي او  داخرت رسوايي او بدمرغي هم په ځان ومني .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د