د کره کتونکي شرطونه

مصطفی سالک

د کره کتونکي لپاره ځينې شرطونه هم ټاکل شوي دي، چې يو ليکوال د همدغو شرطونو په پوره کولو پر يوه ادبي کتاب د ليک او نا حق پيدا کوي او په نشتوالي يې د هغه ليکنې د کره تنې له معياره پرېوځي، بلکې ژبه او ادب د بې لارۍ له ګواښ سره مخ کوي. له همدې کبله د ځينو ليکوالو له خوا ليکل شوي شرطونه ددې کتاب برخه ګرځوو.

١_ (ايچ ريډ) وايي: دا ويل به مې بې ځايه نه وي، چې د يو کره کتونکي او روڼ آندي نقاد دماغ پر يوه مهال هم علمي پکار دي او هم فلسفيانه او دا ددې لپاره، چې د تحليل او تخليق دواړو استعداد ولري او همداراز د سليم ذوق اغېز او د تخيل همدردي ورسره ګډه وي. د روايتي مقولو او خبرو تر اغېز لاندې به نه وي. حس به يې تېز او د ادراک ګرفت به يې کلک وي او د يوه داسې ادبي ذوق څښتن به وي، چې د بدليدونکې او ګرد وهلي ذهنيت نه ډېر لوړ وي.

واليټر پيټر وايي:

“د کره کتونکي لپاره روزل شوي دماغ، عالمانه نازک مزاجي، لطيف ذهن او پراخه مطالعه ټول په کار دي.”

شيګل هم وايي:

چې هېڅوک د هر اړخيزو دماغو له درلودو پرته سم کره کتونکى نه شي جوړېداى.

د کره کتونکي کار که هر څو له ادب سره دى، خو د هغې له سرچينو سره يې هم پېژندګلوي حتمي ده. د صيقل شوي ادبي ذوق په کار اچولو سره هغه بايد د فطرت پوره مشاهده ولري، ترڅو وپوهېږي چې اديب د فطرت کومې ښکلاوې راټولې کړي او څنګه يې د خپل تخيل په وريښمين مزي پېيلي دي. آيا موجوده بڼه يې متوازنه او ښکلې ده او که نه د جذبې څپې ترې ځنې داسې اجزا لفظي او معنوي تړونونه هېر کړي، چې د پاملرنې سره يې ادب تر دې هم لوړ ارزښت خپلولاى شي.

کره کتونکى بايد په ذهني توګه ويښ، د ژورليد څښتن او د “ارنلډ” په وينا ددې جوګه وي، چې څيز هغسې راته وښيي لکه څنګه چې دى” خو دا مرتبه دومره په آسانه، نه شي موندل کېداى. د ارنلډ شرط که په عامه مانا واخلو، خو سمه ده چې لوى کره کتونکى به موږ ته څيزونه په آره بڼه وښيي، خو که په ژوره او فلسفيانه مانا کې واخلو، نو بيا خبره بل خوا ځي. پوښتنه پېدا کېږي، چې آيا څيزونه چې څنګه دي، هماغسې يې وينو او که نه زموږ د وجود جوړښت او احساس بله بڼه ورکوي؟ ډېر پوهان د فطرت د پېژندګلو لپاره زموږ حواس نيمګړي بولي او وايي، چې فطرت هغسې نه دى، لکه څنګه يې چې موږ وينو. د اسلام ستر پېغمبر حضرت محمدص به ويل: “اى خدايه! څيزونه راته هغسې وښايه، چې څنګه دي” دا د څيزونو د عرفان مسئله ده، که ماته د ارنلډ په خبره کې د بدلون واک وي نو وايم به چې اديب بايد څيزونه په هماغه کيفيت کې وښيي، چې څنګه يې حس کوي.

په هر حال، کره کتونکى بايد په شعوري توګه له هر ډول شخصي تعصب او څنګزنې پرېکړې نه ځان په ډډه وساتي. د شعوري کلمه مې ددې لپاره راوړه، چې کله کله کره کتونکى ښايي خبر هم نه وي او د لاشعور غلو خپل کار کړى وي. هغه لاشعور، چې د فرايډ په وينا د ورکو شخصي جنسي غريزو وطن دى او ژنګ خو پکې مذهبي او ځينې نورې جذبې هم په خوبونو کې ګوري. له دې امله سل په سلو کې بې طرفه پاتې کېدل ناممکن دي، خو په شعوري توګه بايد کره کتونکى د بې طرفۍ پوره هڅه وکړي ځکه چې د خپلو شخصي ارزښتونو پر خوا ډنډۍ وهل کره تول داغي کوي او ارزښت يې له هسکه ځمکې ته راولي.

د کره کتنې لپاره، چې په بېلابېلو کتابونو کې کوم شرطونه راغلي دي، هغه دومره دېر دي چې هېڅکله په يوه انسان کې نه شي راغونډېدى، خو بيا هم څو ځانګړنې يې چې مهمې برېښي، څېړنه يې کوو:

١_ پوهه: کره کتونکى بايد د ادب په هکله پوره پوهه ولري او د خپل ذوق د زر کاڼي په مرسته ډېر زر بايد ادبي ښکلا او غېر متوازنه بڼه وپېژني او د جوړښت د څرګندونې لپاره يې مدلل بحث وکړي. ددې لپاره ضروري ده، چې کره کتونکى بايد د عامو لوستونکيو په پرتله ډېر زيرک، پوه او د استدلال خاوند وي.

٢_ مطالعه: کره کتونکى بايد د پراخې مطالعې خاوند وي. د زوړ او نوي ادب نه بايد خبر وي او کومې موضوع ته، چې کره کتنه کوي بايد له ليکوال نه يې د هغې په اړه مطالعه زياته وي او که داسې نه وي، نو نه خو د ادب د محاسنو او معاېبو څېړنه کولاى شي او نه ليکوال ته لارښوونه کولاى شي.

٣_ ذهني تربيت: علوم وي او که فنون، ذهني روزنه په دواړو کې ضروري ده، چې په تدريجي توګه ترسره کېږي. کره کتونکي بايد د رياضتونو په مرسته د ذهن او ذوق لوړ معيار خپل کړى وي. د ذهني روزنې لپاره هغه بايد له ادب سره اړوند علوم او فنون لوستي او د خپل شخصيت اجزاء يې ګرځولې وي. داسې نه وي، چې پر يوه کتاب نقد، تشې خبرې او يو څو بې تړاوه حوالې وګڼي همدا راز د ذوق د روزنې لپاره د تخليقي ادب لوستل ګټور دي، خو په دې شرط چې د شعر يا نثر د لوستلو پر وخت د کره کتونکي په څېر پاتې نه شي. هغه بايد ځان د شاعر په خيال او جذبه کې محوه کړي، چې له ادبي کيفيت سره آشنايي پيدا کړي. کوم کره کتونکي چې په ادبي آثارو کې د ورکېدو ذوق نه لري، د کره کتنې يوه سترګه به يې ړنده وي او اکثر به رڼې اوبه سراب او سراب به رڼې اوبه ګڼي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د