نه ښايي چاتـــــــــه چې کړي، سپکه د پښتـو شمله

karzai_wearing_afghan_turbonشمله

مــــــه خـــر څــــــــوه؛  د لاس په خيره، د پلرو شمله

نه ښايي چاتـــــــــه چې کړي، سپکه د پښتـو شمله

هسکــــه ساتلــــــې ستـــربابا ده د غيرت پـه  توره

درتـــــه سپـــــارلـــــې ده اوچتــــه  مـــــيړنـــــو شملـه

کــــــه ځـــــان بچــــــــــى د نوميالـيو غيرتونو بولې

لـــه لاســه ور نـــــه کـــــړې پښتونه  په پيسو شمله

د اميرکروړ و گر شاسب او ښکارندوى  شمله ده

مـــــيړانـــــه غـــــواړي د پتمـــــــنو پښتنـــــو شمله

نه ښايي دا چې  تخت و تاج باندې يې وپلورې ته

پــــه غـــــــلام ژوند يې سپکه نه کړې د درنو شمله

گــــرانــــه پښتونــــــه  درنه ځار شم  برېتور زلميه!

پــــــه تــــــوره ســـــاتـــه  لـــــه اغيارو د ساتو شمله

د ابدالي تورې گوزار انگريز لــه سيمې ورک کړ

څــــــه شـــــوله ، کومې خوا  ته لاړه  د نيکو شمله

غيرت همدا دى چې انگريز دې لټوي کورونه !

دومــــــره شـــــوه سپکـه د ښاغليو د پگړو شمله

دا شرميدلى ژوند به څه کړي چې غيرت نه لري

((قتيلــــه)) نه ښايي  چې پرېوځي د ميړو شمله

عبدالروف قتيل خوږياڼى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.