fbpx
karzai-kayani

پاکستان د افغان حکومت په نقش قدم

مذاکرات، دایلاګ، ديپلوماتیک چلونه، دسیسي ،منافقانه خنداګاني او مکارانه ژړاګاني هغه حربي دي چي د دنیا ټول پرمخ تللي او وروسته پاتي، اسلامي او غیراسلامي هیوادونه یي دخپل منځي تعلقاتو د رغولو لپاره استعمالوي. خو کورني مشکلات،شرعي غوښتني او د اولس غبرګون ته بیا منافقانه خندا هم نکوي بلکه د زور او قوت په ذریعه یي د ځپلو او ختمولو کوشش کوي

.د واک او قدرت په نشه کښی سرشاره حاکمانو دا خبره هم له ذهنه ووځي چي د ملت وژنه او په زور د ملت تسلیمول یو لوي حماقت او د تاریخ له واقعیتونو څخه سترګي پټول دي. د بعضو هیوادونو له جملی څخه د افغانستان او پاکستان اوسنی نظامونه او حاکمان هم د اولس له کلک مخالفت او مقاومت سره مخ دي چي دغه غبرګونونه ددوي د شرعي مطالباتو د نه عملي کیدو په سبب رامنځته شوي.
افغانستان چون دداسي تجربو سره پخوا هم مخ شوي نو ځکه یی مخکښي لا د ملت آواز اوریدلی او حکومت یی د خبرو او مذاکراتو په اړه هلی ځلی کړي دي خو پاکستان پدي باب ووس یو لوي ګام پورته کړ چي هغه وسلوالو مخالفیو ته د مذاکراتو وړاندیز دي .
پاکستاني چارواکو مخکښي هم د پولیټیکل او بیا د صوبايي حکومت په سطحه د طالبانو سره د مذکراتو په ترسره کولو سره د واقعیتونو یو تریخ غړپ کړي خو دا ځل یی دمرکزي حکومت او فوځ په موافقه تحریک طالبان ته د مذاکراتو رسمي پیشنهاد کولو سره په اصل کښي د تریخ حقیقت یو جام په سر واړوه.
صلح او آرامي دهري معاشري یو اساسي ضرورت دي. مسلمانان هم باید په خپل منځ
کښي په صلح او آشتي سره ژوند وکړي او خپل منځي مشکلات هم باید د ورورولي او درګذرانه چلند په بنیاد حل کړي.
د پاکستان او افغانستان حالت ته په کتو سره ماته داسی ښکاري چي دناامني په لحاظ دواړه د یو قسم مشکل سره مخامخ دي چی سبب یی دمسلمانانو په خلاف د امریکا سره په جنګ کښي د دواړو حکومتونو ودریدل دي او په عکس العمل کښي د دواړو هیوادونو اولس دطالب په نوم د خپلو حکومتونو په خلاف پاڅیدو ته مجبوره شوي.
چی په نتیجه کښی دواړه هیوادونه د جنګ،نا ارامی او لویو تاوانو سره مخامخ شوي او بلاخره دواړه حکومتونه د یو او بل په نقش قدم د سر زوري څخه ستومانه او مذاکراتو ته مجبور شول.
نو ووس د مذاکراتو د ترسره کیدو لپاره که د پاکستانی طالبانو هغه دوه اساسی مطالبو ته وګورو کوم چي د افغانی طالبانو له بنیادی شرایطو څخه هم دي ۱. هیواد د له امریکا سره هر قسمه همکاري او اتحاد ختم کړی. ۲. په هیواد کښي د شرعي نظام نافذ شي.نو د افغانستان په نسبت د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ صلح او تفاهم ماته ناشوني ښکاري.
دلته د افغانستان او پاکستان د معاشری،حکومت او طالبانو ترمنځ څو توپیرونه دي چي د صلح او مذاکراتو په اړه یی د دواړو حالت مختلف کړی.
(۱) افغانستان په خپل سیاسي ژوند کښي دڅو ډوله نظامونو او بنسټیز بدلونونو
متحمل شوي دي خو پاکستان په خپل ۶۵ کلن ژوند کښي بل نظام حکومت او قانون ته
موقع نده ورکړي .
(۲) د افغانستان معاشره او حکومت نه تنها دطالبانو له غوښتنو سره نا اشنا ندي بلکه په عملي کولو کښي یی هم کومه ستونزه نه لري خو د پاکستان معاشره او حکومت
نه تنها چي دپاکستاني طالبانو له غوښتنو سره نابلده دي بلکه ځان ددي مطالباتو په عملي کولو کښی هم ناتوانه ګڼۍ.
(۳) افغاني طالبان په افغانستان کښي هم د واک سابقه لري او هم دشناخت خو پاکستاني طالبان په خپل ملک کښي نه د واک سابقه لري او نه دشناخت.
(۴) د افغانستان معاشره،خلک او واکداران د دیموکراسي سره نوي آشنا شوي او تراوسه یي ددوي په زوړونو هغه اغیز ندي کړي چي داسلامي نظام سره حساسیت ولري خو دپاکستان معاشره، مالداره طبقه او واکداران په دیموکراسي له پخوا څخه عادت او قلباً هم پري راضي دي .
(۵) دافغانستان حکومت دپردیو له کومک پرته مخکښي هم ژوند تیرکړي او بیا یی
هم تیروی شي خو دپاکستان حکومت د امریکا له کومک او ملګري پرته ځان نیمګړي او
ناتوانه احساسوي.
پورتني ټکي په نظر کښي نیولو سره دا واضحه کیږي چي د افغانانو ترمنځ روغه جو‌ړه
او نظام جوړول امکان لري خو دپاکستان حکومت او طالبانو تر منځ صلح او نظام حکومت جوړول بعیده ښکاري.
دا مذاکرات به کامیاب شي یا نه خو دا خبره څرګنده شوه چي پاکستاني طالبان یو
حقیقت دي او ددي څخه انکار به ځانته دهوکه ورکول وي او ددي حالاتو څخه هغه ناپوه خلکو ته هم یو واضح پیغام رسي کوم چي ISI ته په منطقه کښي د هري ښی او بدی پیښی نسبت کوي د جنګ تقویت یی هم ګڼی او دصلح کنجي هم،دکامیابي راز یی هم ګڼي او دناکامي سبب هم هغه باید پدي پوه شي چي دوي هم مشکلات لري چي حل یی ورته ګران دي، دوي هم سردرد لري چي دواء یی ندي ورته موندلي، او دوي ته هم پروګرامونه جوړیږي چي دوي تري خبر نه وي.

 

لیکوال : ابوحدیر

کالم : توره لیکل کوي

ایمیل:[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د