ټولنیزه برخه

گرانه اشنا!

عبدالرؤف قتيل خوږياڼی

تا و يلي، چې ژوند د پرله پسې مجا دلې او مبا رزې ډگر دې هر څو ک د خپلې بقا له پاره هلې ځلې کوي، لاس او پښې وهي.

هو! د دغو ټو لو مجا د لو او مبا رزو نتيجه منفي ده.

د ا رښتيا ده او زه در سره کو م مخا لفت په کې نه کوم؛ خو د ژوند شالید او پایلې ته نظر سړى با يد دومره ما يو سه نه کړي، چې له مجا دلې او مبا رزې لا س واخلي او د پایلې په هیله لا س تر زنې کښيني.

تا ته، خو به هغه د شوپنهاور وينا يا ده وي، چې و ايي: ژو ند د زرین ټو کر په شا ن مخ ا و څټ لري؛ ښه او بد يې له مخه په څټ کې ښه معلوميږي.

د غه شا ن په ژوند کې خو ښي او خفګا ن، برى او ما تې دو اړه شته، چې خوښي او برى د ژوند په مخ او خفګان او ماتې درد او مصيبت د ژو ند څټ دى. کومه پختګي، چې د خفګا ن او ماتې په برکت د انسا ن په بر خه کيږي؛ په خوښۍ او برۍ کې يې تصور هم نه شي کيدلي. د ژو ند حقيقت او ما هيت، خو ند او لذت په دغو شيانو کې ډېر ښه معلوميږي.

د اناتو ل فرانس خبره (( هغه ا سا سا ت، چې ژوند مو نږ ته ښکا ره کوي ، يا ژوند راته د تحمل
وړښيى له دروغو څخه زيږي او پر موهوما تو تعذيه کيږي)) نو، ځکه با يد انسا ن يو ا زې د ژو ند ښکلې ا ړخ د ژوند مفهومونه بولي او خپله ټوله طبیعي هستي او انسا ني پا نګه له دغه غولوونکي اړخ څخه قر با ن نه کړي.

ژوند لکه يو خوب لوړې او ژو ري، تر خې او خو ږې د وا ړه لري. د دوا ړو خيا ل ساتل او په دغو دواړو ډګرونو کې ځا ن با يلودل د ژو ند ضر وري شر ط دى.

ښه اشنا !

خبره لږه يو څه فلسفې غو ندې شوه؛ زما مطلب دادى، چې سړى با يد په دغو دوا ړو حا لتونو کې ځا ن له لا سه و رنه کړي ا و په د غو د واړ و ډ ګرونو کې ميړانۍ مبا رزه وکړي او د ژو ند لا ره د ژو ند له پاره انساني ژوند د غوښتنې سره سمه برابره کړي او دغه بهير او کا روان پر وربرا بر کړي.

خود خواهي او ځان غوښتل په مطلق ډ ول له ژوند سره موا فقت نه کوي يوازې ځا ن غو ښتل په حقيقت کې په بشپړه او کامله خود خواهي په غيرخود خواهي کې پټه ده ا و اخلا ق هيڅکله انفرادي کيدلي نه شي)).

که دا رښتيا ګڼې؛ نو دا هم و منه، چې انسان يوازې د ځان له پاره نه دى، بلکې د انسانانو ژوندون د زنځير د کړيو په شا ن له یو بل سره تړلى دي. که يو انسان په غم او مصيبت کې ځان د ومره و با يلئې، چې حوادثو ته بې له کوم قيد او شرط څخه تسليم شي؛ نو په د ې باور وکړه، چې انساني کرامت به په لو ى لاس له لا سه و رکړې.

د دې په ځاى، چې ژوند د ده پر اوږو با ر شي، دې د ژو ند پر اوږو با ريږي او په دې وسیله د ژوند د کاروان مخه راګرزوي او د خير په لاره کې خنډ کيږي، چې بيا؛ نو د نورو انسانانو ژو ند ته صدمه رسوي او له پښو څخه يې غو رزوي.

د انساني ژو ند کمال په دې کې دى، چې خوښي ا و خفګا ن، عيش او مصيبت د واړه په سړه سينه ومني او په دواړو حالتونو کې د نورو نيکمرغي هم په نظر کې ولري او د انسا نيت د احترام په نا مه د ميړني سړيتوب رپی او بيرغ پورته کړي او خپل انساني حيثيت له پامه و نه غورزوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوسالم

ماشاء الله..جهدمبارك وسعيكم مشكور

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x