شعـــــرونه

نعت شريف: ترابي منګل

ترابي منګل

صباته به ورځم،خامخا خواته به ورځم
ورځم ورځم ورځم،رسول الله ته به ورځم

ددې دزمانې خلکو وروړم شکايتونه
ظلمونه په مونږډيرکړي مصطفى ته به ورځم

ظلمونه دي بمونه دي چاودنې او مرګونه
بې دريغه مو کفار وژني ژړا ته به ورځم

دادوردپيسو ده دخانانو راج چلېږي
چې خوښ به يې خواران وه هغه چاته به ورځم

وردرومي عاشقان په ډلوډلو مدينې ته
اى خدايه ماهم ورورله اشناته به ورځم

يسين،اومزمل او مدثريې دي نومونه
منګل وايم که مړنشوم طٙهٙ ته به ورځم
ـــــــــــــــــــــــ
1395دثور22مه کابل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x