افغانستان

ایران وايي چې ملااختر محمد منصور په دغه هېواد کې نه و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۵ل): ایران هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور له ایرانه پاکستان ته داخل شوی او بیا د ډرون برید په نتیجه کې وژل شوی دی.

امریکايي چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یو موټر په ډرون برید کې په نښه کړی او په کې دوه کسان یې وژلي دي. دوی وايي چې په دوه کسانو کې یو د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن تایید کړله چې په ډرون برید کې یې د طالبانو مشر وژلی او دا يې د سولې د راتګ په لاره کې مهم پرمختګ بللی.

طالبانو لا تر دې دمه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند حسین جابر انصاري هغه راپورونه رد کړي چې تر برید وړاندې ملامنصور په ایران کې و.

«اړوند چارواکي دا ردوي چې ګواکې دغه کس په دغه تاریخ باندې د ایران سرحد څخه پاکستان ته داخل شوی وي».

هغه زیاته کړې چې ایران په افغانستان کې د امن او سوکالۍ لپاره د هر ډول مثبتو اقداماتو هرکلی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x