ټولنیزه برخه

اسلامي نړۍ د فقر درشل کې

تاج الدين خالد

د يو هيواد د صنعتي کيدو لپاره دري شيانو ته ضرورت لري :

* بشري قوت
* خام مواد
* سرمايې قوت

اسلامي نړۍ په پريمانه ډول دغه درې واړه قوتونه لري خو ترټولو وروسته پاتي هيوادونو له جملي څخه همدوي دي

١- بشري قوت

د اسلامي نړۍ هر هيواد په پراخه کچه بشري قوت لري
په اسلامي نړۍ کي ښي ځواني دي خو خپل وطن کي بې روزګاره دي او نورو هيوادونو ته کار لپاره ځي او د هغوي هيوادونه اباده وي
جرمني اوس د ځوانانو د کمي سره مخامخ دي چي پوځ او د کار لپاره تري ګټه واخلي
د جرمني دغه پوځ چي بوډا شو جرمني نوره ځوانه طبقه نه لري چي د پوځ لپار تري ګټه واخلي
جاپان کي د یوې سروې له مخي په راتلوونکې کې به د شاګردانو په نسبت استاذان زیات وي.
نور نو خپله قضاوت وکړي چي په اسلامي نړۍ کي د کار نه شتون له وجي نورو هيوادونو ته ځې
اروپایان ده د بشري همدردي له وجې ګډوال نه قبلوي بلکې هغوی د کار له پاره ځوانه طبقه نه لري

٢- د خامو موادو قوت

دغه قوت په ټوله اسلامي نړۍ کي پريمانه دې
* د نړۍ%65 تیل په اسلامي نړۍ کي دي
* ټوله اسلامي نړۍ د کرلو لپاره برابره ده د اقليم په لحاظ او هم ځمکي په لحاظ هم
مثال په الجزاير کي غرب يو سروې کړي وه چي ويلي يي وو, چي الجزایر ځمکه د کرلو لپاره برابره نه ده ددې نه هیڅ حاصل لاسته نه راځي, خو کله چي خپله الجزاير سروې وکړه په نړۍ کي ښه ځمکه د کرلو لپاره دغه ځمکه وه
د مصر ځمکه چي پخوا%95 کرل کيده اوس يي يواځي%5 کرل کيږي کله چي مصر کي مشروع او خلکو په خوښه حکومت راغلي نو په اول کال يي خپله غنم پوره کړل چي پخوا به يي زیاته برخه د امریکي نه اخستل
يواځي افغانستان کي د روسانو په وينا (57) قسمه غنم کيږي او افغانستان 450 ميليونو خلکو ته ډوډۍ ورکولي شي خو بدبختانه چي د اوسني فاسدو حکومتونو له وجي 30 ميليونه پکي خپله ډوډۍ نه لري
* سره زر،سپين زر، ټول په اسلامي نړۍ کي دي
د يورانيمو زیاته برخه په اسلامي نړۍ کي ده
د ډبرو سکاره،ګاز، مس …… ټول په اسلامي نړۍ کي پریمانه توګه شته
خو چي ددي نه ګټه وانخستل شي هيڅ پایده نه لري
په خلاصه توګه ووايو نو اسلامي نړۍ د خامو د مور حيثيت لري په نړۍ کي چي د اسلامي نړۍ د بدامنۍ يو لامل هم دي

٣- د سرمايې قوت

اسلامي نړۍ د سرمايې په لحاظ ډير غني ده
چي نړیوال بانکونه پري چليږي يواځي د سعودي عرب سرمايه د ټولي اسلامي نړۍ لپاره بس دې
خلاصه توګه ووايو چي يواځې د مسلمانانو شخصي سرمايه هم بس دې چې د اسلامي نړۍ اقتصاد پري جوړ شي, چي په بي فايدې شيانو مصرفیږي

يو بل لوي قوت چي الله اسلامي نړۍ ته ورکړي دي د بحرې لارو دروازي ،سمندري تنګی ،مصنوعي لاري دي,
سویز کانال، جبل طارق ابنا،باب المندب توره بحره سره بحره یې د يادولو وړ دي ,
په نړۍ کې سمندري اوه دروازي دې چي ټولي یې د مسلمانانو په لاس کي دې خو تراوسه تري دغه فاسدو نظامونو تري سمه ګټه نه ده اخستي

يواځي کله چي په مصر کي مشروع او د خلکو لخوا ټاکل شوي حکومت راغلي نو د مصر مشروع ولسمشر محمد مرسي سويز کانال ته يو پلان جوړکړ چي اول وختونو کي به کال کي سل میلیارده ډالر عاید ولري

همداسي اسلامي نړۍ ته چي الله بل لوي نعمت ورکړي هغه د سيندونو نعمت دي چي پراخه کچه په اسلامي نړۍ کي شته
که د خپل هيواد مثال ورکړو, چي په هر ولايت کي سیند شته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x