دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۸برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

 

دنبي کریـــم صلی الله علیه وسلم د مبارکو سترګـــــــــو دید

ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په تاریکۍ کې داسې هر شی لیده؛ لکه نور خلک یې چې په رڼا کې ویني.[1]

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ستاسو داسې خیال دی چې زه مخته شی وینم؟ په خدای قسم چې ستاسو رکوع او سجده له ما څخه پټه نه ده، بیشکه زه د شا له لورې هم تاسې وینم.

دنبي کــــــــــــریم صلی الله علیه وسلم مبارکې لاړې 

حضرت انس رضی الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دوی د کور په څاه کې لاړې مبارکې توف کړې، چې په ټوله مدینه منوره کې د هغې څاه په شان خوږې اوبه نه وې.[3]

د نبي کـــــــــــریم صلی الله علیه وسلم مبارک غــــــاښونه

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مخ دوه غاښونه سره بېل وو او د خبرو پر مهال داسې محسوسیدل؛ لکه رڼا چې ورڅخه راوځي.[4]

 

دنبي کــــــــــریم صلی الله علیه وسلم د اورېدلو توان

له حضرت ابوذر رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه هغه څه وینم؛ چې تاسې یې نه وینئ، زه هغه څه اورم؛ چې تاسې یې نه اورئ، تاسې د اسمان چېغ چېغ نشی اورېدلای او د اسمان چېغ چېغ صحیح دی، دا ځکه چې د ګوتو په اندازه ځای نشته چې پر هغه ځای دې ملائیکو خپل تندي پر سجده نه وي ایښي.[5]

دنبي کــــــــــــریم صلی الله علیه وسلم د بدن مبارکه خوله

له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم موږ ته تشریف راووړ او قیلوله (دغرمې خوب) یې کاوه، کله به چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خوله راغله؛ نو زما مور به هغه په یوه څیښه کې راټولوله، په دغه وخت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سترګې راخلاصی شوې او پوښتنه یې وکړه ای ام سلیم! ته څه کوې؟ هغې وویل: زه ستا خوله ټولوم او  د خوشبویي لپاره یې استعمالوم، دا ځکه چې ستا خوله له ټولو خوشبویانو څخه نرمه خوشبویي لري.[6]

پیـــــــــري(جن) دنبـــــوت تصدیق وکړ

د حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی چې  نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته په مدینه منوره کې داسې خبر راغی، چې د یوې ښځې یو پیری تابع ؤ، یو ځل دا پیری د یوه مرغه په بڼه کې، د هغې ښځې د کور په دیوال کښېناسته، ښځې ورته وویل: ښکته راشه، پیري ځواب ورکړ، داسې نه ده، ولې چې هغه نبي چې مبعوث شوی دی؛ هغه هر ډول بد اخلاقي منع کړې او زنا یې حرامه ګرځولې ده. [7]

پیري(جــــــن) د مسلمانــانو خـــدمت وکړ

له حضرت ابی بن کعب رضی الله عنه څخه روایت دی چې ځینې خلک د حج په سفر باندې روان شول، په سفر کې لاره ور څخه ورکه شوه، د خوراکي توکو د نشتوالي له کبله هم تږي او هم وږي شول، د ډېرې تندې له کبله دمرګ په انتظار وو، په دې حالت کې یو پېری راغی او ویې ویل چې زه مسلمان یم، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې قرآن کریم اورېدلی او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم داقول ما ته رسېدلی دی چې، مسلمانان سره وروڼه دي، باید یو له بل سره همکاري وکړي او په کړاوونو کې خپل ورور یواځې پرېنږدي.

له دې وینا سره سم، هغه پیري (جن) اوبه راوړې، ټولو ته یې ورکړې او پر سمه لاره یې سیده کړو.[8]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیت المقدس په کعبه کې لیدی

له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې کله ما د بیت المقدس لیدنه وکړه (یعنې دمعراج په شپه چې لومړی بیت المقدس ته ولاړم او بیا معراج پیل شو) کله چې مشرکین خبر شول؛ نو ملنډې یې ووهلې او خندل یې چې موږ ته دبیت المقدس نښانې په ګوته کړه، زه په دې وخت کې له حجر الاسود سره ولاړ وم او الله جل جلاله پخپل رحمت سره د بیت المقدس نقشه زما مخې ته کېښوده او د مکې مشرکینو سوالونه مې ځواب کړل.[9]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ور کړی لرګی توره (سیف) شوه

حضرت عمر بن عثمان حجبی رضی الله عنه د خپل پلار څخه او هغه د خپل لمسي څخه روایت کوي چې عکاشه بن محض رضی الله عنه وویل چې د بدر د جنګ په میدان کې زما توره ماته شوه، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو لرګی راکړ، چې ما ورته وکتل، توره ترې جوړه شوه او بیا مې په هغې تورې باندې تر هغه وخته پوری جنګ وکړ؛ ترڅو چې مشرکینو ماته وخوړه. او هغه توره له هغه صلی الله علیه وسلم سره تر وفاته پورې وه.[10]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زهرجنو غـــــوښو پوه شو

د حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې دخیبر له فتحې څخه وروسته، یو یهودي زهرجنه بزه په هدیه کې راوړه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول یهود په یوه وخت کې راوغوښتل، کله چې ټول یهود راټول شول؛ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې زه له تاسو څخه څو پوښتنې کوم او د دې ځوابونه په (بلې) او (نه) سره راکړئ؛ یهودو ورته وویل بلکل صحیح ده، نبي کریم صلی الله علیه وسلم له یهودي څخه پوښتنه وکړه، چې ستا پلار څوک دی؟ یهودي ورته وویل: فلانی دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل درواغ واېې ، بلکې ستا پلار فلانی دی، یهودي وویل، بیشکه رښتیا دې وویل، نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیا پوښتنه وکړه چې تا ما ته یوه بزه په تحفه کې را استولې   او په زهرو دې لړلې ده؟ یهودي وویل بلې! نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل ددې کار وجه څه وه؟ یهودي وویل: زمادا خیال ؤ، که ته چېرې درواغجن نبي وای؛ نو تا ته د زهرو معلومات نه کېده او که چېری دې ددې بزې غوښه او یا شیدې خوړلې وای؛ نو ستا د مرګ سبب ګرځیده او موږ به له تا څخه خلاص شوي وای، اوس چې پوه شوم، چې واقعاً رښتنی پېغمبر ېې نو تا ته کوم نقصان نه رسوي.[11]

نوربیا…

 

[1] (ابن عدی، بیهقی) الخصائل الکبری، ټوک ۱ پاڼه: ۱۳۱/علامه امام جلاالدین سیوطی رحمة الله علیه

[2] (بخاری ،مسلم)

[3] (ابونعیم) بحواله مذکور

[4] (مسنددارمی، ترمذی، بیهقی، طبرانی، ابن عساکر) بحواله مذکور

[5] (ترمذی، ابن ماجه، ابونعیم) بحواله مذکور

[6] مسلم

[7] (بن سعد، احمد، طبرانی، بیهقی، ابونعیم) بحواله الخصائل الکبری، ټوک ۱ پاڼه: ۲۰۶

/علامه امام جلاالدین سیوطی رحمة الله علیه

[8] (ابونعیم) بحواله بحواله الخصائل الکبری، ټوک ۱ پاڼه: ۲۵۸

/علامه امام جلاالدین سیوطی رحمة الله علیه

[9] بخاری، مسلم

[10] بیهقی، ابن عساکررحمة الله علیه

[11] بخاری شریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x