افغانستان

طالب مشر نن ټکی اسیا ته: هېڅ تشویش نه کوو، هرحالت ته اماده یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۳مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د رهبري شورا غړي نن ټکی اسیا ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د «افغانستان اسلامي امارت» د مشر ملا اختر محمد منصور د برخلیک په اړه رسمي موقف ته باید انتظار وشي، او تر هغه وړاندې باید په مغشوشو خبرونو باندې باید سر ونه ګرځول شي.

د رهبري شورا دغه غړي چې نه يې غوښتل نوم یې یاد شي زیاته کړه چې «اسلامي امارت په خپله مبارزه کې ډیرې قربانۍ ورکړي، اینده هم هر قربانۍ ورکولو ته تیار دي، داسې څه به را منځته نه شي چې په هغه باندې د دښمن ارمان پوره شي».

د طالبانو د مشر په باور «اسلامي امارت» د اشخاصو په قربانۍ او تغییر سره نور هم پخیږي او قوت پيداکوي. «په امارت کې اوس ټول د یوه نظر او یوه فکر مسئولین واکمن دی خپل لښکر په هر حال په ښه ډول رهبري کولای شي».

د شنبې په ورځ بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې امریکايي ځواکونو اړوند ډرون الوتکې د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته یو موټر په نښه کړی او احتمالا په کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی. امریکايي چارواکو هغه مهال ویل چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او وروستۍ پایلې به یې وروسته شریکې کړي. خو نن دوشنبه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د نوموړي وژنه تایید کړله.

هغه وویل چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او ملا اختر محمد منصور د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په لاره کې خنډ وو، ځکه یې په نښه کړ.

بل خوا د شنوونکو په نظر امریکا د ملا اختر محمد منصور په نښه کولو سره غواړي چې د طالبانو په منځ کې درز را منځته کړي او دوی په خپلو کې یو بل سره اخته شي.

تیره ورځ د امریکا د پخواني دفاع وزیر همکار لاري کوب د الجزیری سره په مرکه کې وویل، هدف همدا دی چې طالبان د قدرت پر سر یو بل سره جګړه وکړي، د امریکا او کابل حکومت په افغانستان کې د ارام ساه واخلي.

نوموړي وویل چې د ملا محمد عمر مجاهد د مړیني د اعلان وروسته یو لړ اختلافات را منځته شوه خو د ملا اختر محمد منصور له وجي دغه اختلافات ډیر ژر له منځه ولاړه.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبان د خپل مشر وژل کېدل رسما تاییدوي او کنه، خو ددې تر مخه هم داسې راپورونه ورکول شوي چې ګواکې د دوی مشر وژل شوی خو وروسته د طالبانو له لوري رد شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x