نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (څوارلسمه برخه)

زه نه پوهېدم چې دا ټپي ځوانکی ولې د دروازې په خوله کې پروت دی! نوموړی باید دیخوا ته پروت وای؛ ځکه هلته به که چا په ستل کې نصوار تپ کول هم په ده خامخا لګیدو، که به چا اوبه څښلې، یا به یې ډوډۍ او دسترخوان را اخیستل هم به په ده لګېدل، او کله به چې په نوبتي کې دروازه خلاصه شوه، تر څو به چې دی غریب چا را پورته کولو یا به یې پښې ټولولې وختي به څو کسانو له ده ټوپ کړي وو! خصوصا هغو چې حاجت به ډېر په تنګ کړي وو!

 دا چې زه په خونه کې نوی وم، زړه مې ونه کړای شو چې ملګرو ته ووایم چې دې ملګري ته به دېخوا ته ځای ور کړو، بله ورځ تبدیلې راغله، په دهلیز کې ګڼه ګوڼه زیاته شوه، د خونې ملګرو ویل چې له دې دهلیز نه بل دهلیز ته کسان بیايي، که ګورو زمونږ د خونې دورازه یې خلاصه کړه، ډاکتر صیب او یو څو نور ملګري، چې هغه سپین ږیری بابا هم پکې و زمونږ له خونې یې وایستل.

 له دې سره په خونه کې یو څه سره آزاد شوو، سمدستي مې د پاتې ملګرو په خوښه ټپي ځوان د خونې بر سر ته را ووست، ښه وو د یو دوه ورځو لپاره ځای یو څه آزاد شو، او هغه بلې خونې ته یې چې بوتلو هلته مو بیا ښه سم ځای ورته برابر کړ.
   ټپي ځوان د خپل ځان په اړه ویل چې زه په موټر سایکل سپور وم، ټکر مې وکړ، پښه مې ماته شوه، او هغه د موټر سایکل یوه اوسپنه پکې ننوته! څوک مې نه لرل، خو بیا هم یو کس را پیدا شو، د سورلۍ په موټر کې یې را واچولم، تر څو کابل ته مې د علاج لپاره راوړي، په لاره کې د حکومت خلکو موټر ودرولو، زه یې را ښکته کړم، هغه کس چې له ما سره و، هغه بیدار و، زما د را ښکته کولو په وخت کې یې ځان یوې خوا ته ایستلی وو، پولیسو چې په موټر کې پوښتنه وکړه چې دا زخمي چا راوستلی، هېچا هم نه ویل چې ما را وستلی، چا وویل چې دلته یو کس وو، اخوا و تښتید!
  زه یې راوستم، ما هر څو ورته ویل چې زما پښه په ټکر کې داسې شو ې ده، د موټر سایلکل هغه د یوه لوري اوږده اوسپنه پکې ننوتلې ده، دوی ویل چې نه، دا خو په مرمۍ لګېدلی یې، بو یې تلم روغتون ته هلته مې یې یو څه وخت علاج وکړ نور یې دلته راوستم!
 زمونږ په خونه کې دی یوازینی کس و چې پایواز یې نه درلود، په زندان کې پایواز راتلل نیمه آزادي وي، د چا به چې پایواز و، هم خپله ده او هم نورو بندیانو به داسې فکر کولو چې دا کس نیم آزاد شوی دی، او د چا به چې پایواز نه و، هغه به په رواني لحاظ ډېر سخت تر فشار لاندې و، له مونږ سره په همدې خونه کې یو انجینر و، چې کیسه یې وروسته راځي، تقریبا یوه میاشت یې پایواز را نغی، نېږدې لیونی شوی و.
 لنډه دا چې په زندان کې د پایواز نشتوالی داسې سخت دردونکی حالت و چې تصور یې نشي کیدای، خو دغه ځوان له دې سره سره دومره ډاډه او مطمئن و چې ټول په ځانګړي ډول زه خپله بالکل ورته حیران وم!
له پښې به یې وینې او زوې را ووتې، درد به یې ورته کولو، مونږ به دروازه و ډبوله، باشي ته به مو ویل چې ددې کس پښه خرابه ده، وینې او زوې کوي، ډاکتر ته ووایه چې راشي، هغه به کارمند ته وویل، د کارمند به که زړه شو ډاکتر ته به یې وویل که نه همداسې به پاتې و. او ډاکتر به هم چې خبر شو خپله خوښه یې چې کله راځي، نه راځي! څوک نه وو چې سمدستي یې راولي!
  باشي ته به مو بیا وویل، هغه به ویل چې زه هم ستاسو په څېر بندي یم، له دې دهلیز اخوا نشم وتلی، ما کارمند ته وویل! نور زه څه وکړم؟! او په رښتیا هم چې باشیانو ټولو له دغه ټپي ځوانکي سره ښه رویه کوله، په وتو ننوتو کې به یې لاس ور کاوه! لکڼې به یې ورته برابرولې! خو کله به که د همدغه ټپي حاجت شو نو ده ته هم  تشناب ته له هغه څلورو وختونو پرته بل وخت اجازه نه وه!  
 د ډاکتر خبره به مو که  سهار ورته کړې وه، ماسپښین او یا مازدیګر به راغلو، او کله کله به بله ورځ راغلو، کله به چې راغی، ټپي ځوان به بالکل ورته کتل نه! ډاکتر به پوښتنه ترې وکړه چې څه تکلیف لرې، دی به پټه خوله، هسې په لاس به یې د ګونګي په څېر اشاره وکړه، نور به غلی و! مونږ به چې ډاکتر ته ویل چې دا تکلیف لري، تبه یې وي، له پښې یې وینې او زوې راوځي، ډاکتر به غوسه شو: تاسو غلي شئ! دی دې خپله ووايي، پرېږدئ چې دی خپله وغږیږي، او دی به خپله نه غږیدو! ډاکتر به هسې د پښې بنداج ور بدل کړل نور به بیرته لاړو!
 مونږ به ځوان ته ویل چې ولې سم حال نه ورته وايي؟ په څه حال یې؟  سم حال ورته ووایه، ورته وغږيږه چې دوا در کړي تر څو ښه شې! ده به هېڅ غږ نه کولو، ویل پرېږدئ يې!
 کله کله به ځينې ملګري ورته غوسه شول، وايي سړیه ‎! مونږ ستا له غمه څومره ځوریږو، ډاکتر ته وخت پر وخت احوالونه ور لېږو، هغه چې راشي ته پټه خوله وې، سم حال نه ورته وايې! او مونږ چې ورته وایو ډاکتر غوسه کېږي! آخر لږ د ځان په غم کې شه! لږ د ملګرو خیال هم وساته! ده به هېڅ نه ویل! هسې به لږ موسکی شو او بس!
 یوه ورځ تبه پرې راغله، تبه یې سخته شوه، ډوډۍ یې نه خوړله، او ویل یې هم نه چې ناروغ یم، پښه خو یې هسې خرابه خرابه وه، خو دا ځل سخته تبه هم ورسره ملګرې شوه، کمپله یې په ځان را کش کړې وه، پروت وو، مخ یې هم پټ کړی وو، مونږ ډوډۍ خوړله، ده  ویل زه ډوډۍ نه خورم!
 په همدې کې زما څښ څښ تر غوږ شول، چې ومې کتل، دده کمپله خوځېږي، ملګرو ته مې ویل دا ځوان لکه چې په تکلیف دی، غږ مو پرې وکړ، ځواب یې را نه کړ، لږ مو یې کمپله له مخ نه لیرې کړه، که ګورو سخت ژاړي! بیرته یې مخ پټ کړ! مونږ ویل ولې؟ څه خبره ده؟ وایي ځان مې درد کوي! لاس مو یې چې ونیو، ډېره سخته تبه یې وه!
باشي ته مو د ډاکتر وویل، څو  چې ډاکتر راتلو، ډېر وخت تېر شو، ډاکتر راغی، یو څه ګولیانې یې ور کړې، له هغه سره یو څه ښه شو!
 خو له دې ټولو سره سره به بیا هم ده شکایت نه کولو!  په صبر کې ما په خپل ژوند کې داسې ټینګ انسان نه وو لیدلی! صبر خو یې صبر، خو له دې کشرتوب سره یې صبر بالکل زه حیران کړی وم!
 سره له دې چې دغه کس پښتون نه و، خو ماشاء الله! ډېر تکړه و، ما ته یې یوه ورځ ویل چې دا ملګري ژاړي، بدې ورځې کوي! په دې به الله جل جلاله نه نا راضه کېږي؟ دوی باید صبر وکړي! دا خو بې غیرتي ده چې ژاړي!
  ما ورته ویل چې نه، کله چې په انسان سختي راشي او بیا خپل رب ته ژاړي، سوال او زارۍ ورته کوي، دا بې صبري او بې غیرتي نه ده، یو دا چې په لوړ آواز ژاړي، او ناصبري کوي دا په رښتیا هم ښه کار نه دی، او الله جل جلاله پرې ناراضه کېږي، او بل دا چې ټول خلک یو ډول نه دي، څوک به لږ صبر کولی شي، څوک ډېر! انسانان توپیر سره لري ټول یو ډول نه وي!
   ځینو ملګرو به بیا په ده نیوکه کوله، چې نه دعا کوي، نه ذکر کوي، نه د قرآن کریم تلاوت کوي، نه الله ته ژاړي! یو مونځ کوي او بس!    
  ما ويل همدا صبر یې بس دی، کېدای شي د ډېرو له ذکرونو، تلاوتونو، ژړاګانو نه ددغه ځوانکي صبر او زغم الله جل جلاله ته ډېر منلی وي!

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد 

———————————-

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (نهمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (لسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (یولسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (دولسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (ديارلسمه برخه)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x