له فیسبوک څخه خپل ټول معلومات څنګه ښکته کړو؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د فیسبوک پاڼه خپل د کاروونکي هر ډول فعالیت لکه پیغام استول، اسټیټس اپډیټ کول او یا تصویرونه پورته کول له ځان سره ساتي.

په حقیقت کې دا د معلوماتو یو ستر ډیټابیس دی چې کاروونکي کولی شي په مرسته يي خپل په ژوند کې راغلو بدلونونو ته کتنه وکړي او خپل حال او ماضي سره پرتله کړي.

اوس کاروونکي په ډیره اسانۍ سره یوازې په څو دقیقو کې کولی شي خپل ټولو معلوماتو یوه کاپي له فیسبوک پاڼې څخه ښکته کړي. که غواړئ خپل ماضي وګورئ نو طریقه يي لاندې ښودل شوې.

لومړی فیسبوک ته داخل شئ او بیا هغه علامه چې له فیسبوک څخه وتلو، تنظیماتو او نورو موخو لپاره کارول کیږي کلیک کړئ. لاندې تصویر کې يي لیدلی شئ.

د خلاصې شوې پاڼې په ښکتنۍ برخه کې د Download a copy of your Facebook Data اپشن کلیک کړئ. تصویر کې يي لیدلی شئ.

بیا Start my archive کلیک او خپل پاسورډ ولیکئ. فیسبوک به دغو فایلونو استولو لپاره له تاسې څخه د یوې اندازې وخت غوښتنه کوي او له هغې څخه وروسته به تاسې یو فایل ترلاسه کړئ.

ترلاسه شوی فایل به په Zip بڼه کې وي او په دغه فایل کې به ستاسې د فیسبوک ټول معلومات د دې په ګډون چې کومو کسانو ستاسې د ملګرتیا غوښتنه نه ده منلې او د کومو کسانو غوښتنه تاسې نه ده منلې موجود وي.

دغه فایل به یوازې ۱۰ دقېقې وروسته تاسې ته ستاسې د ایمیل له لارې استول کیږي او تاسې دغه فایل خپل کمپیوټر ته ښکته کړئ او بس.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Waheedullah
میلمه
Waheedullah

Hello this waheed sahar can you send me some more information about facebook and some tracks for iphone