fbpx

د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات

د عبدالمالک همت ليکنه

 وفات:

     د [كُنْ فَيَكُونُ] د لاريب امر تخليق لاندي چي هر څه راځي فنا د هغه د غاړي هار باله سي او لوى څښتن پر هغه باندي د [كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ] د تصديق مهر لګولى دى. په عالم كون او مكان كي د خالق او مخلوق پرته نور څه نسته. خالق له ازله سته او تر ابده به قايم او دايم وي، او د مخلوق فنا مقدره ده، خو د بقا تصور يې عنقا دى . هرڅوك چي وي، د هرڅونه جاه او جلال او شان او شوكت او تاج او تخت څښتن چي وي. يا انبيا او اوليا وي له [كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ] څخه تېښته او چاره نه لري.

هغه دردوونكې پېښه چي نابوده نړۍ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له نور شتون څخه بې برخي كړه .

د يوولسم هجري كال د لومړۍ خور پر دوولسمه د دوشنبې د ورځي په ماپښين پېښه سوه. دغه مهال د نبوت هغه لمر چي په زرګونو سپوږمۍ او ستوري يې وځلول له ظاهري ليدو څخه پټ سو. إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156). د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك عمر په هجري سپوږميز حساب (۶۳) كاله درې ورځي او په هجري لمريز حساب (۶۱) كاله (۸۴) ورځي وو.

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وايي چي دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شان سره يوه عجبه خبره ده چي هغه مبارك په دوشنبې وزېږېد، په دوشنبې يې حجر اسود په كعبه شريفه كي كښېښوول، په دوشنبې يې له مكې څخه مدينې ته هجرت وكړ، په دوشنبې مدينې ته ورسېد او وفات يې هم په دوشنبې وو.

تجهيز او تكفين:

د لومړۍ خور پر ديارلسمه د سه شنبې په ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د غسل، كفن او دفن كولو خبره وڅېړل سول. بي بي عايشه رضي الله عنها وايي چي كله د هغه د غسل لپاره كار پيل سو نو دا پوښتنه را ولاړه سوه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم كميس ځني وباسي كه څنګه؟ ټول په چورتونو كي ډوب وه چي ناببره ږغ وسو چي :” د لوى څښتن رسول مه لڅوئ “. چي بيا يې د كميس سره هغه ته غسل وركړ.

د غسل وركولو پرمهال انصارو وويل موږ غسل وركوو او قريشو وويل چي موږ يې وركوو. خو حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه وفرمايل چي غسل دي د هغه اقربا وركړي. نو هغه ته د ده پنځو تنو خپلوانو عباس، علي، قثم بن عباس، اسامه بن زيد او د رسول الله صلی الله عليه وسلم آزاد سوي مريي صالح رضي الله عنهم غسل وركړ.

حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته وصيت كړى وو چي كله زما د ژوند ډېوه ګل سي نو ماته د ” بئر غُرس “( د غُرس د څا) په اوو مشكونو غسل راكړه. نو هغه مبارك ته يې لومړى د دغه څا په خالصو اوبو غسل وركړ، بيا يې په هغو اوبو غسل وركړ چي د ” سدر“
( بيري) خوشبويه پاڼي يې وراچولي وې او بيايې كافور په اوبو ګډ كړل او پر ويې شيندلې.
كله چي د غسل كار خلاص سو له درو سپينو ټوكرانو څخه يې كفن وركړ چي كميس او لنګوټه يې نه وه. او هغه كميس يې ځني وكيښ چي غسل يې پكښي وركړى وو.

بيا دا خبره رامنځته سوه چي د هغه مبارك جسد چيري خاوروته وسپاري؟ په دې هكله بېلي بېلي رايي وړاندي سوې، ځينو وويل چي په جنت البقيع كي دي دفن سي. چا وويل چي په رياض الجنة كي دي خاورو ته وسارل سي. خو حضرت ابوبكر وفرمايل چي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چي د خداى د نبي روح چي هرځاى قبض سي هلته ښخيږي. بيا هغه چارپايي پورته كړه او پر هغه ځاى يې قبر وروكيندى چي پر وفات سوى وو. ( دغه ځاى د بي بي عايشې حجره يا خونه وه ).

د قبر كيندلو پر سر هم اختلاف سو، چي لحدي جوړ سي كه بغلي؟ مهاجرينو وويل چي د مكې مكرمې د دود سره سم بايد د صندوخچې غوندي قبر ورته جوړ سي. انصارو وويل چي د مدينې منورې د دود سره سم دي لحد ورته وركړل سي. دوه تنه ابوعبيده بن جداح او ابوطلحه په قبر كيندلو كي تكړه وه. ابوعبيده په بغلي قبر كيندلو كي تكړه وو او ابوطلحه په لحدي قبر كيدلو كي. پرېكړه وسوه چي په دواړو پسي دي سړي ولېږل سي، هر يو چي دمخه راغى د خپل مهارت سره سم دي قبر وكيني. اتفاقاً ابوعبيده په كور كي نه وو، او ابوطلحه تشريف راوړ او د مدينې منورې د دود سره سم يې لحد ورته وكيندى.

د جنازې لمونځ او خاوروته سپارل:

حضرت عبد الله بن عباس وايي چي د سه شنبې په ورځ چي د تجهيز او تكفين كار سرته ورسېدى نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارك جسد يې د جنازې لپاره پر تخت د قبر پر څنډه كښېښود، يوه يوه ډله به د بي بي عايشې حجرې ته ننوتل، يوازي به يې لمونځ كاوه او بېرته به راوتل، چا د لمانځه امامت ونه كړ( ګواكي هغه پخپله امام وو). بيا يې هغه د چارشنبې په شپه جاوروته وسپارى.

دغه ځاى د رسول الله صلی الله عليه وسلم استوګنځى وو او همدغه ځاى يې تل ترتله هوساينځى سو چي رتبه يې تر عرش هم لوړه سوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د