په قرآن کريم کي د قوم د سردارانو يادوني

”د حق او باطل جګړې“ له کتاب څخه

مؤلف : عبدالمالک همت 

په قرآن کريم کي زياتره د قوم د سردارانو او مخورو لپاره د ﴿ الْمَلأُ ﴾ لفظ کارول سوى دى. دا يو داسي جامع لفظ دى چي د ظالمو واکمنو د ملاتړو، مصلحت خوښو، شتمنو، منافقانو او د قبايلو او سيمو د مشرانو لپاره استعماليږي.
( دغه راز په قرآن کي دوى په نورو نومونو هم ياد سوي او د پيغمبرانو په هکله د دوى مخالفتونه غندل سوي دي).

دا د خداى عجب شان دى چي دغه وګړي د پيغمبرانو د مخالفت کوونکو د فهرست په سر کي راځي. د دې لامل بل هيڅ نه سي کېداى بېله دې  چي دوى د شتو او جاه ميني ور اخيستي وي او له دې امله د لوى څښتن لور ته د هر بلونکي مخالفت کوي. دغو شتمنو لويانو د حضرت نوح عليه السلام سره مخالفت د جګړې تر پولي ورساوه. د لوى څښتن په مځکه کي يې فتنې او فسادونه وکړل او د خداى د دغه سپېڅلي پيغمبر د مخالفت لپاره يې هر راز وسايل په کار واچول. د دې ککړو عناصرو په هکله لوى څښتن داسي فرمايي:

﴿  وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ (34)﴾  [ سبا ٣٤ : ٣٤]

ژباړه: او موږ چي کومي سيمي ته يو خبر ورکوونکى لېږلى وي د هغه ځاى شتمنو دا ويلي وي چي په کوم څه چي ته را لېږل سوى يې موږ هغه نه منو.

د نوح عليه السلام د قوم سردارانو هغو بې وزلو وګړو ته چي پر هغه يې ايمان راوړى وو رذيلان ويل او پر هغه يې يو غټ اعتراض دا وو چي ستا متابعت خو يوازي بې وسو او خوارو رذيلانو کړى دى او له اشرافو او لويانو څخه يوه هم ستا د بلني هرکلى نه دى کړى.

البته دا هغه خبري دي چي د واکمنو او شتمنو او بې وزلو او نشتمنو ډلو تر منځ له هغه مهاله تر اوسه رواني دي. دغه طبقاتي کشمکش نن مهال چي د علم، تهذيب او تمدن دور باله سي نور هم ژور سوى دى. د علم او پوهي د ځينو مدعيانو عادت وي چي د بې علمو وګړو په وړاندي په خپل علم او پوهه ډېره لويي او فخر کوي. ډېر ليدل سوي دي چي دغسي په اصطلاح عالمان دغوکسانو ته په سپکه سترګه ګوري او کله کله ناوړه الفاظ هم ورته استعمالوي.

دغه راز شتمن او پانګوال هم د بېوزلو خلکو سره، که څه هم د علم او فضل خاوندان وي، سپکه وضع کوي او تر ځان يې کښته او ټيټ ګڼي او اوسمهالي پردي پال واکمن او لوى چارواکي خو د عامو خلکو سره په فرعوني دماغ کړنه کوي او هيڅ يې پر سړو نه شمېري. په داسي حال کي چي دا ټول د جاهليت او ټيټ فطرت عادتونه دي. دغسي وګړي که هر څونه د حق او عدالت، مساوات او داسي نورو په هکله ليکني کوي يا يې په شعارونو ستوني څيري هيڅ رشتيا نه وايي.

هو ! يوه بله د يادولو خبره پاته ده او هغه داده چي له بده مرغه له دغو بې وزلو وګړو څخه ډېرى ليدل کيږي چي د ښو او پاکو انسانانو او د حق او د دوى د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ د پلويانو او مسلمانو لارښوونکو د خبرو د اورېدلو او منلو او واک ته د هغو د رسولو پر ځاى د دغسي بې علمو، پردي پالو، خاينو، د حق او اسلام د مخالفو او د پردو په تبليغاتو جوړو سوو واکمنانو، رهبرانو، لويانو او اغاګانو خبري اوري او په پټو سترګو يې مني او پيروي يې کوي او خپله د خپل هيواد واک ورسپاري. چي دا ډېر د تاثر ځاى دى. لوى څښتن د دغسي بې وزلو او مستکبرو توکو په هکله فرمايي:

﴿ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَنْ نُؤْمِنَ بِهَذَا الْقُرْآنِ وَلَا بِالَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ يَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ الْقَوْلَ يَقُولُ الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لَوْلَا أَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ (31) قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا أَنَحْنُ صَدَدْنَاكُمْ عَنِ الْهُدَى بَعْدَ إِذْ جَاءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُجْرِمِينَ (32) ﴾  [ سبا ٣٤ : ٣١ ـ ٣٢]

ژباړه: کاشکي ته د دوى حال هغه مهال ووينې چي دغه ظالمان د خپل رب په حضور کي ولاړ وي. په هغه وخت کي به دوى يو پر بل باندي ملامتي اچوي. بې وزلي به تکبرکوونکو غټانو ته ووايي : که تاسي نه واى موږ به مومنان واى. ( يعني: اى ظالمانو!دا تاسي واست چي موږ مو تېر ايستلي او له سمي لاري اړولي وو او د حق د بلونکو د خبرو له منلو څخه موګرځولي وو. که تاسي داسي نه کولاى موږ به د ايمان خاوندان واى). دغه غټان به دغو بې وزلو ته جواب ورکړي : آيا تاسي له هغه هدايت څخه چي درته راغلى وو،  موږ راګرځولي واست؟ نه داسي نه ده، بلکي تاسي په خپله مجرمان واست.

يعني:موږ خو څو تنه وو، موږ څنګه او په کوم واک او زور تاسي په دونه ډېر شمېر وګړي له سمي لاري څخه را ګرځولاى سواى. تاسي پخپله د حق د پلويانو پر خبرو غوږ نه دى ايښى او د خپلو خواهشاتو پيروي موکول او اوس په خپله ګناه موږ ګرموئ. که تاسي زموږ ماموريتونه او نوکرۍ نه کولاى او موږ ته مو رايه نه راکولاى او واک مو  نه را سپارلاى موږ کله پر تاسي حکومت کولاى سواى. زموږ پوځونه او د واک او شتمنۍ سر چينه خو تاسي واست. تاسي زموږ په پلوي مظاهرې کولې او زموږ په پلوي مو شعارونه ورکول. تاسي موږ په ټيکسونو او مرستو راکولو حمايه کولو. تاسي په حرامو او حلالو کي رى نه واهه او زموږ له واک څخه مو د حرامو په ترلاسه کولو او نارواوو په تر سره کولو کي ګټه اخيسته. ستاسي د ښو چارواکو پر ځاى زموږ غوندي خلک خوښ وه. لوى څښتن مو دي د دغسي دواړو ډلو له حاله وساتي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.