burned vahicles-torkham

ایا ریښتیا د جګړې د بريا رُخ دافغان دولت لوري ته ګرځېدلى ؟

تیره ورځ ډګر جنرال مارک اې مېلي چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عملياتي قومانداني مسؤلیت  په غاړه لري له کابل څخه د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګان) له خبریالانو سره دویډیویې کانفرانس په ترڅ کې وویل :

په دې وروستيو کې چې په  افغانستان کې کوم بدلونونه رامنځته شوي، دا د دې څرګندونه کوي ، چې د جګړې د بريا رُخ افغان دولت لوري ته ګرځېدلى، نه د طالبانو لوري ته .

دبهرنیو ځواکونو دغه ناخبره عملیاتي مشر په داسې مهال کې داڅرګندونې کوي چې تر بل هروخت زیات دطالبانو په مقابل کې بهرني او داخلي ځواکونه له  ملاماتوونکې ماتې سره مخ او ډیرې سیمې یې له ولکې څخه وتلې .

یواځې تیره ونۍ  له تورخمه تر تورغونډۍ له حیرتانه تر بولدکه په ټول هیوادکې داسې سیمه نه وه پاتې چې هالته دې بهرنیو او کورنیوځواکونوته دطالبانو په بریدونوکې زیان نه وي اوښتی او دهغوئ په لسګونو پوځي او لیږدونکي وسائط دي دپوځي دبریدونو په ترڅ کې نه وي تخریب شوي ، چې دبیلګې په توګه يي دطالبانولخوا دتورخم ،سید آباد او فراه په ولایتونوکې دبهرنیو ځواکونو د سلګونو نقلیه وسائطو له منځه وړل یادولای شو.

په دې سربیره په همدغې اونۍ کې چې ښاغلی جنرال مارک دافغان جګړې ګټلو ادعاکوي  دبهرنیوځواکونو ترحمايي لاندې افغان دولت دکورنیو چارو وزیر او همداشان په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال دانفورد له طالبانو سره په جګړو کې دافغاني ځواکونو دزیات وژل کیدو خبر ورکوي چې په یوه اونۍ کې دوژل کیدونکوپوځیانوشمیره سلو تنو او په ۶ میاشتوکې تقریبا ۵۰۰۰کسانوته  رسیږي .

ایا په ټول هیواد کې دجګړې داسې ګړندي کیدل چې په ترڅ کې یې هره ورځ په لس ګونه بهرني او افغان ځواکونه  له منځه ځي او په سلګونو پوځي وسائل یې تخریب کیږي په دې مانابلل کیږي چې دهغې رُخ دي  په بریالیتوب سره دافغان دولت لوري ته ګرځیدلی وي؟

که واقعیت وویل شي په افغانستان کې نن تربل هروخت ډیر دجګړې مخه په زیاته ناکامي سره دافغان دولت او دهغوئ دبهرنیو حامیانو په خوا ورګرځیدلې او داهم  ددې جګړې دناکامي له امله ده چې دبهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال دانفورد په جګړې کې دخپل لوري دتلفاتو دزیاتوب او دهغه عملیاتي مرستیال  ډګرجنرال ډګر جنرال مارک اې مېلي يي بیا دجګړې دګټلو ضد اونقیض ادعاوي کوي .

دبهرنیو او داخلي ځواکونو په مقابل کې دطالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو دهغوئ جنګیالیوته لاپوځي مورال ورکړی او ددې اټکل کیږي چې دژمني موسم تر رارسیدو مخته به هغوئ نور هم دبهرنیو او داخلي ځواکونو په خلاف خپلو پوځي بریدونوته شدت ورکړي چې نور به هم وسره دخارجي او داخلي ځواکونو په لیکوکې دمرګ ومیر کچه زیاته او محاربوي مورال به يي کمزوری شي.

دافغان دولت په منځ کې  خپل منځي بي باورۍ ، اودبهرنیو ځواکونو دعقب نشیني دنیټې رانیږدي کیدل هغه څه دي چې په خپله ددې ګړیبدلي نظام درانسکوریدو او خودبخوده له منځه تللو زمینه مساعده وی ، داخو په هیڅ صورت  شونې نده  چې په دغسې نامساعده حالاتو اوشرائطوکې دی هغوئ وتوانیږي چې  دجګړې لوری  په خپلې  خواکړي او  دهغې له لاسته راوړنوڅخه دخپل ځان په مصلحت ګټه پورته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د