ايا د ملا اختر محمد منصور وژل کېدو سره به طالبان کمزوري شي؟ ځانکړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل):د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې دوی د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور ځکه په نښه کړ، چې نوموړی د سولې مخالف و او روانو جګړو ته يې نور هم زور ورکړی و.

د پنټاګون چارواکو هم ويلي، «غالب ګومان دا دی» چې ملا منصور د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري وايي، چې له بريد وړاندې يې د پاکستان لومړي نواز شريف او لوی درستيز جنرال راحيل شريف سره د بريد په اړه معلومات شريک کړي وو، مګر له بريد وروسته نواز شريف لندن کې رسنيو ته وويل، چې د امريکايي بې پيلوټه په بريد کې د کلا عبدالله اوسېدونکی ولي محمد وژل شوی، چې د سيمې ټول خلک يې پيژني او د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو تاييد يې نه دی کړی.

همدا رنګه نوموړي سره د دويم وژل شوي سړي محمد اعظم ورور محمد قاسم او تره خدای نظر د کويټې په روغتون کې رسنيو ته وويل، چې وژل شوي محمد اعظم له تېرو اتو کالو راهيسې د کويټې او تفتان ترمنځ ټيکسي چلوله او له هېڅ ډول سياسي او نظامي ډلو سره يې اړيکه نه درلوده.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد کې د امريکا سفير ډيويډ هېل ورغوښتی او د پاکستان دننه يې د بې پيلوټه بريد په اړه «احتجاج کړی دی.»

بهرنيو اړيکو لپاره د نوازشريف مرستيال طارق فاطمي امريکايي سفير ته ويلي، چې «د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد د پاکستان د ځمکني خپلواکۍ او د ملګرو ملتونو له اصولو سرغړونه ده.»

د افغان چارو شنونکي په دې اند دي، که د ملا اختر محمد منصور د وژنې خبره رښتيا شي، نو دا به د سولې پر روانو خبرو منفي اغېز وکړي او «د سولې لپاره شته هيلې به هم له منځه ولاړې شي.»

د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، چې هر څوک، د طالبانو مشر وي، پاليسي کې به يې بدلون نه راځي او بالعکس کېدای شي، جګړو، بريدونو، او چاودنو کې نور زياتوالی هم راشي.

د څارونکو په اند ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف نه و، بلکې د امريکا له لوري د سولې په اړه د روان بهير مخالف و او ټينګار يې دا و، چې د روان بهير له امله افغانستان کې تلپاتې سوله نه راځي، بلکې دغه بهير د نورو ستونزو د زېږولو لامل ګرځي.

طالبان پر دې ټينګار کوي، چې د افغان کړکېچ اصلي اړخ د امريکا په مشرۍ د ايتلافي پوځيانو «يرغل دی» او تر څو، چې امريکايانو سره په دې اړه خبره نه وي شوي، افغان حکومت سره خبرې بې ګټې دي.

طالبان دا هم وايي، چې امريکا د جګړې مهم اړخ دی، نو له همدې امله د دې واک نه لري، چې د څلور اړخيزو ناستو له لارې ځان د افغانستان په سوله کې درېيمګړی کړي.

همدا رنګه د پاکستان پخواني لوی درستيز متقاعد جنرال ميرزا اسلم بېګ پاکستان هم د امريکا په ملاتړ د جګړې لوری بللی او زياته کړې يې ده، چې پاکستان افغان سوله کې د منځګړيتوب حق نه لري.

هغو ژورناليستانو او د سياسي چارو شنونکو، چې ملا اختر محمد منصور ليدلی، نو هغه يې د ارامو دماغو څښتن او حوصله ناک انسان بللی او وايي، چې د پرېکړې قوت او د خپلو جنګياليو په ترتيب او پياوړتيا ښه پوهېده.

څارونکي دا هم وايي، چې اختر محمد منصور د سولې او جګړې سړی و، د هر ډول خبرې او پرېکړې ځای اومقام ور معلوم و.

دا، چې امريکا به د ملا اختر محمد منصور په وژنه پر دې وتوانيږي، چې طالبان د سولې خبرو ته کينوي او يا دا، چې د دوی بل مشر به د سولې روان بهير کې د امريکا او پاکستان په خوښه ګډون وکړي؟

څارونکي په دې اند دي، چې طالبانو د خپلې پنځلس کلنې مبارزې پر مهال پرېمانه قربانۍ ورکړي، ګڼ مشران يې وژل شوي او يا هم نيول شوي، مګر تر اوسه طالبان د قيادت له کمښت سره نه دي مخ شوي او هر يو يې، چې راځي، له پخواني هغه ډېر فعال وي.

د بي بي سي خبريال وسعت الله خان وايي، چې طالبان د قيادت له مشکل سره نه دي مخ او په ډېره ارامه توګه کولای شي، چې بل نوی او غښتلی مشر وټاکي.

د وسعت الله خان په وينا ايا د منصور له وژنې وروسته به اشرف غني پر دې وتوانيږي، چې يو ولايت له طالبانو ونيسي او يا هم د کندوز په څېر د بل ولايت د سقوط مخه ونيسي؟

د څارونکو په اند طالبان له هغې مرحلې ډېر پخوا تېر شوي، چې د مشرانو او قوماندانو مرګ او بند يې پر فعاليتونو اغېز وکړي، بلکې طالبان داسې يو جوړښت لري، چې دوی يې په لوی لاس له رسنيو سره نه شريکوي او نه هم رسنۍ تر اوسه پر دې توانيدلي، چې د طالبانو ستراتيژي په اسانه وپيژني.

طالبان له تېرو پنځلسو کالو راهيسې پر دې ټينګار کوي، چې تر څو بهرني پوځيان په افغانستان کې موجود وي، دوی به يې پر خلاف جګړه کوي او که د سولې خبره وي، نو لومړی بايد د جګړې له بهرني اړخ «امريکا» سره خبره وشي.

د تېرو پنځلسو کالو په ترڅ کې د طالب مشرانو او ګڼو قوماندانو د وژل کيدو او بندي کېدو د دوی په ستراتيژي کې بدلون نه دی راوستی او راتلونکو وختونو کې هم داسې نه بريښي، چې طالبان دې خپل مسير بدل کړي.

که د طالب مشر د وژل کېدو خبر درواغ وي، نو کېدای شي په لنډو ورځو کې يې طالبان په خپله رد کړي او که رښتيا وي، نو طالبان به په لنډه موده کې خپل نوی مشر وټاکي او کېدای شي خپلو بريدونو او چاودنو ته په بې ساري توګه زور ورکړي او هڅه به وکړي، چې د پخوا په څېر خپلو جنګياليو او پلويانو ته نوې روحيه ورکړي او د حکومت له کمزوري په ګټه اخيستو داسې بريدونه وکړي، چې حکومت کمزوری او طالبان پرې خپل مورال نور هم غښتلی کړی.