fbpx

میکروبونه څه دي؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل

ټول میکروبونه زیان نه را منځته کوي او حتی ډېری له موږ سره مرسته کوي، نو ناروغۍ زېږونکي میکروبونه څه دي او څنګه بدن ته زیان رسوي ؟

ډېری خلک له میکروبونو څخه ناخوښه انځور لري . د میکروب اصطلاح له دوه یوناني کلمو څخه اخیستل شوې ده . ( کوچنی ) او ( ژوند کول ) او دا اصطلاح هر ذره بیني ژوندي موجود ته کارول کېږي . حقیقت داده، چې د زیان رامنځته کوونکو میکروبونو په پرتله د ګټور میکروبونو شمېر زیات دی . رښتیا دادي، چې د انسانانو ژوند له میکروبونو سره تړلی دی . له زرګونه کلونو را پدېخوا، ډوډۍ، چای، پنیر، مستې، ککو، تروه څیزونه او دغه راز ډېری خوړنیز محصولات د میکروبونو په مرسته تولیدېږي .

ناروغۍ زېږونکي میکروبونه د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر د خپلې ودې او د نسل د تولید له پاره خوړو ته اړتیا لري، مګر د شنو بوټو په څېر نه شي کولای، چې خپل د اړتیا وړ خواړه په خپله جوړ کړي، نو په دې اساس باید خپل خواړه په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول له نورو ژوندیو موجوداتو څخه تر لاسه کړي، نو له دې کبله کولای شو پوه شو، چې ولې ناروغۍ را منځته کوي . ناروغۍ زېږونکي میکروبونه طفیلي دي؛ یانې د نورو ژوندیو موجوداتو په بدن کې ژوند کوي او له هغوی څخه خپل خواړه تر لاسه کوي .

وروسته له دې چې ناروغۍ زېږونکي میکروبونه د بدن مناسب ځای ته ننوتل، نو په ډېرې چټکۍ وده کوي او خپل نسل تولیدوي او که چېرې کوم څیز یې د ودې او د نسل د تولید مخه ونه نیسي، له بېلابېلو لارو بدن ته زیان رسوي؛ له لارو څخه یې یوه داده، چې د بدني حجرو دننني مواد د خوړو په توګه کاروي، لکه د ملاریا طفیلي، چې د وینې په سرو کرویاتو کې وده او خپل نسل تولیدوي او هغوی له منځه وړي . ویروسونه هم د بدن بېلابېلو حجرو ته ننوځي او د هغو له دنننیو موادو څخه په ګټه اخیستنې ډېرښت کوي . ویروسونه په خپلې دې کړنې سره حجرې له منځه وړي .

بله لاره چې پرمټ یې ناروغۍ زېږونکي میکروبونه بدن ته زیان اړوي د زهرو ترشح دی، دا زهرونه د وینې د جریان له لارې په ټول بدن کې خپرېږي؛ لکه د ټیټانوس میکروب په څېر .

لکه چې مخکې یې یادونه وشوه، ډېری ناروغۍ زېږونکي میکروبونه طفیلي ژوند لري، د خپلې ودې او د نسل تولید له پاره د نورو ژوندیو موجوداتو په بدن کې ژوند کوي او له هغوی څخه خپل خواړه تر لاسه کوي، نو که چېرې دا میکروبونه د انسان بدن ته داخل نه شي او څوک ناروغ نه کړي، چېرته ژوند کوي ؟

لومړنی ځای، چې پکې ناروغي زېږونکی عامل شتون لري د ناروغۍ ذخیره نومېږي. د ځینې ناروغۍ لکه : شری، ټایفایډ، چرک، چې د انسان ځانګړې ناروغۍ دي؛ ناروغۍ زېږونکي عامل د انسان له بدني شرایطو سره توافق کړی، نو په دې اساس یوازې انسان د دې ناروغیو ذخیره ده، نو ویلی شو، چې یو له دې پورته یاد شوو ناروغیو باندې د اخته کېدو شرط دا دی، چې روغ انسان له ناروغ سره اړیکه پیدا کړي، یا له هغو مواد یا وسایلو سره تماس وکړي، چې د ناروغ له خوا ککړ شوي دي لکه : جامې، بستره او لوښي .

دا ناروغۍ انساني زېرمه لري؛ مګر د ځینو عفوني ناروغیو ذخیره، چې انسان پرې اخته کېږي، فقاریه حیوانات دي او ناروغۍ زېږونکی عامل له دې حیواناتو څخه انسان ته سرایت کوي، نو ویلی شو، چې دا ناروغۍ حیواني زېرمه لري .

د انسان او حیوان ګډې ناروغۍ په څو شکلونو لېږدول کېږي :

کله چې د یوه ککړ حیوان د بدن برخې د انسان له خوا د خوړو په توګه کارول کېږي، لکه په کدو دانه چینچي باندې اخته کېدل، چې په ناروغۍ باندې د اخته شوي غوایي یا خوک د نیمه پخې شوې غوښې د خوړلو له لارې را منځته کېږي . کله وخت ناروغۍ زېږونکی عامل د حشراتو د چیچلو له لارې له ناروغ فقاریه حیوان څخه انسان ته لېږدول کېږي لکه ورږه، چې د طاعون ناروغۍ عامل له موږک څخه انسان ته لېږدوي، دې حشراتو ته د ناروغۍ لېږدونکی عامل وايي؛ ځکه چې د ناروغۍ د لېږدېدو سبب ګرځي . البته حشرات له بلې لارې هم د ناروغۍ د لېږد لامل ګرځي . د بېلګې په توګه : مچ چې د حشراتو له ډلې څخه دی، چې د بدن دنننی او بهرنۍ برخه یې په میکروبونو ککړه ده او کله چې په خوړو او د خوړو په لوښو باندې کېني، نو یوه اندازه میکروبونه هغو ته لېږدوي، چې دې لېږد ته میخانیکي لېږد وایي .

لکه څنګه چې یادونه یې وشوه، غوماشی، ورږه او سپږه، له بلې لارې د ناروغۍ د لېږد سبب ګرځي، دا حشرات ناروغان چیچي، د هغوی وینه را باسي او ناروغي زېږونکی عامل خپل بدن ته داخلوي، له دې وروسته کله چې دا حشرات روغ ( سالم ) فرد وچیچي، نو ډېر شمېر میکروبونه د هغه بدن ته داخلوي .

ورږې د طاعون ناروغي لېږدوي . مچان هم د ځینو ناروغیو لکه د ماشومانو فلج، حصبه او د غذایي مسمومیت د خپرېدو سبب ګرځي، نو ویلي شو، چې د ناروغي زېږونکي عامل لېږدونکي حشرات دي .

د ناروغۍ زېږونکي عامل د لېږد بله لاره، داړل دي، لکه د لېوني سپي ناروغۍ، چې د سپي یا لېوه له خوا د داړلو له لارې په انسان کې را منځته کېږي، د لېوني سپي ناروغۍ هم د انسان او حیوان ګډه ناروغي ده .

کله چې په ناروغۍ باندې اخته فقاریه حیوانات ناروغۍ زېږونکی عامل د خپلو ادرارو او شیدو له لارې دفع کوي، چاپېریال او یا د انسان د ګټې وړ خوړنیز توکي ککړوي . د بېلګې په توګه په مالټا ( بروسلوز ) تبه باندې اخته غوا د خپلو شیدو له لارې انسان ناروغوي .

د ځینې عفوني ناروغیو زېرمه غیر ژوندی طبیعت په ځانګړې توګه خاوره ده، نو ویلی شو، چې دا ناروغۍ غیر ژوندۍ ذخیره لري .

کله چې بایسکل ځغلونه کوئ، نو ښایي په ځمکه را پرېوزئ او ځنګنونه مو ټپي شي، په خاورو کې ځینې شته میکروبونه، لکه د ټیټانوس ناروغۍ میکروب، چې د ټپي شوي پوستکي له لارې بدن ننوځي .

ځینې ناروغۍ زېږونکي عوامل له خاورو او بهرني چاپېریال سره ځانته تطابق ورکوي، ځینې یې د چاپېریال په نامناسبو شرایطو کې په سپورونو بدلېږي، سپورونه د ډېرې مودې له پاره ژوندي پاتې کېږي .

د ټیتانوس ناروغۍ عامل، تور ټپ او یو ډول خوړنیز مسمویت، چې د بوتولیسم په نامه یادېږي، چې ډېره موده په خاورو کې ژوندي پاتې کېږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د