د مالګې ډیر لږ استعمال هم وژوونکی ثابتیدی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): زیات شمیر روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د مالګې ډیر استعمال د فلج او زړه د حملې خطر زیاتوي.

خو په دې وروستیو کې په کاناډا کې ترسره شوې څیړنې ثابته کړې چې د مالګې ډیر لږ استعمال په پایله کې بیا هم انسان د فلج او زړه د حملې له ګواښ سره مخ کیږي.

د میک ماسټر پوهنتون او هیملټن هیلت ساینسز په ترسره شوې څیړنې کې ویل شوی چې هغه کسانو کې چې ډیر لږه مالګه استعمالوي هم د فلج او زړه حملې په څیر مهلکو ناروغیو خطر زیاتیږي.

په دغې څیړنې کې د ۴۹ هیوادونو څخه د ۳۳۰۰۰۰ کسانو ژوند د مالګې استعمال او فلج او زړه حملې تر منځ د اړیکې موندلو لپاره تر څارنې لاندې نیول شوی و.

په څیړنې کې ثابته شوه چې که څه هم یو کس د لوړ فشار په ناروغۍ اخته و خو بیا هم په خوړو کې د مالګې ډیر لږ استعمال د فلج او زړه د حملې خطر زیاتوي.

څیړوونکي وايي چې د مالګې استعمال کمولو ارزښت له وړاندې څخه په ډاګه شوې وه خو له اندازې ډیر لږ استعمال يي هم ګټور نه دی او د ځینو ناروغیو خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د یو شمیر څیړنو او روغتیايي پلټنو څخه وروسته ويلي چې په ورځنۍ ډول یوازې د پنځه یا شپږ ګرامه مالګه ګټه لري چې له دې زیات یا لږ د فلج او زړه د حملې خطر زیاتوي.

څیړوونکي وايي چې په ورځنی ډول له دریو ګرامو څخه لږه مالګه استعمالول د روغتیا لپاه مضر دی او له دریو ګرامو څخه زیات بیا یوازې د لوړ فشار ناروغۍ لروونکو کسانو ته مضر دی.

د څیړنو او پلټنو څخه روغتیايي څیړوونکي دې پایلې ته رسیدلې چې د مالګې له دریو ګرامو څخه لږ او یا له شپږو ګرامو څخه زیات استعمال دواړه د فلج او زړه د حملې خطر زیاتوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د