true aashiq

د رښتیني عاشق کیسه په مینه ولولئ!

ایا پوهېږې چې د رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم له وفات څخه ورورسته حضرت بلال رضی الله تعالی عنه چېرې ولاړ ؟!

بلال رضی الله تعالی عنه په لومړي ځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر په هغه جومات کې چې په مدینه منوره کې جوړ شوی وو ، اذان پورته کړ او د لسو کالونو په اندازه یې هلته د اذان کولو دوام وکړ !

د نبي علیه السلام له وفات کېدو څخه وروسته حضرت ابو بکر رضی الله تعالی عنه ته ورغی ورته ویې ویل: اې د رسول الله خلیفه ! ما له رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې : دمؤمن بهتر عمل د الله (ج) په لار کې جهاد کول دي!

ورته ویې ویل : غواړم د الله (ج) په لار کې جهاد وکړم تر څو مړ شم !

ابو بکر (رض) ورته وویل: موږ ته به اذان څوک کوي؟؟!
بلا ل(رض) په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې وویل :
زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته هیچا ته اذان نه کوم!

ابوبکر (رض) ورته وویل: له موږ سره پاتې شه او اذان راته کوه اې بلاله !
بلال (رض) ورته وویل: که ددې لپاره دې ازاد کړی یم چې زه ستا شم بیا دې وي چې څنګه ستا خوښه وي ، که د الله (ج) لپاره دې ازاد کړی یم نو بیا ما او الله سره پرېږده .
ابوبکر (رض) ورته وویل: اې بلاله ! بلکې د الله (ج) لپاره مې ازاد کړی یې !

بیا شام ته ولاړ هلته یې جهاد کولو ، دی د خپل ځان په هکله وایي:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات کېدو څخه وروسته مې توان نه وو چې په مدینه کې پاتې شوی وای ، کله به یې چې غوښتل اذان وکړي او دې قول ته به را ورسېده (أشهدأن محمداًرسول الله ) زه شاهدي ورکوم چې محمد (ص) د الله استازی (رسول) دی ، غږ به یې بند شو (غاړې به یې بوږې شوې) او ژړل به یې!

له مجاهدینو سره شام ته ولاړ ، له څو کلونو وروسته یې رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم په خوب ولیدلو چې ورته ویل یې : ( دا څه جفا ده اې بلاله !ولې زموږ زیارت نه کوې ) !
خوابدی را ویښ شو مدینې منورې ته را روان شو د نبي علیه السلام قبر ته ورغی او تر څنګه یې ژړل بیاحسن او حسین رضی الله تعالی عنهما ورته رامخکې شول هغوۍ دواړه یې په غېږ کې ونیول ،هغوۍ ورته وویل: زموږ ارزو ده چې د سهار اذان ته وکړې!

-+د جومات بام ته پورته شو کله یې چې وویل :
(الله اکبر الله اکبر) مدینه منوره وښورېدله کله یې چې وویل: (اشهد أن لا اله الا الله ) خوځښت یې لا پسې زیات شو ، کله یې چې وویل : (أشهد أن محمداًرسول الله )
ځوانې نجونې او ښځې له خپلو کورونو په منډه را ووتلې ، له هغې ورځې یې زیات ژړېدونکي (سړي) او ژړېدونکې (ښځې) نه وو لیدلي .

کله چې امیرالمؤمنین حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه شام ته ولاړ مسلمانانو زارۍ ورته کولې چې په حضرت بلال رضی الله تعالی عنه باندې دوۍ ته د یوه لمانځه اذان وکړي ، امیرالمؤمنین حضرت بلال رضی الله تعالی عنه را وباله په داسې حال کې چې د لمانځه وخت وو هیله یې ځینې وکړه چې دی اذان ورته وکړي ، بلال رضی الله تعالی عنه پورته شو او اذان یې وکړ ، هغو صحابه کرامو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې لیدلی وو چې بلال رضی الله تعالی عنه به اذان ورته کولو ، ډېر زیات یې وژړل دومره چې مخکې یې هغومره نه وو ژړلي خو حضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه له ټولو زیات وژړل !!

دده (بلال ) د وفات پر وخت یې مېرمنې دده په څنګ کې ژړل ، ورته ویې ویل:
مه ژاړه ،سبا به له ګرانو دوستانو محمد صلی الله علیه وعلی آله وسلم او دهغه له صحابه کرامو سره ملاقات کوو!!

د لوستلو پر مهال مې د خدای (ج) له وېرې او رحمت څخه له سترګو اوښکې توی شوې !
له (الموسوعة بوک) سایټ څخه را وژباړل شوه.

شاکر مموزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د