ادبي لیکني

پښتو معاصر ادبيات او په افغانستان کې يې د انکشاف پړاوونه/ ۲ برخه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي.

د پښتو د معاصر ادب پيلامه:

د شلمې پيړۍ په رابريدلو سره په افغانستان کې د معاصر ادب د پيليدو عيني او ذهني شرايط برابر شوي وو. په همدې وخت کې د کلتور مادي توکو نه، لکه فابريکې«د وړيو اوبدلو، بوټ جوړولو، او د برېښنا د توليد د چارو ځايونه»، مطبعه، روغتون، عصري لوازم «تلفون، موټر د عکاسۍ سامان او نور»، د کار وسيلې، سړکونه، ودانۍ، کاروان سرايونه، پلونه، ويالې، د اوبو رسولو نلونه، او نور د عصري ژوند د ښکارندوی په توګه تر سترګو کيږي. د زير بنايي او ټولنيزو اقتصادي شرايطو له پلوه د پانګوالۍ فورماسيون د مينځ ته راتلو اولومړنۍ هڅې پيل شوې.

**

د سوداګرۍ له پراختيا سره بورژوازی د خپلو فرهنګي استازواله لارې په دولت کې د خپل نفوذ د پاره لاره هواره کړه. په دې وخت کې د ليبرالي اصلاحاتو د پرمختيا او پراختيا د پاره مطبوعات تر ټولو مهمه وسيله وګڼل شوه او له همدې لامله د هېواد د روښانفکرانو په زيار د يوې جريدې د تاسيس مفکوره د عمل په ډګر کې پلي شوه.

د فرهنګ په ساحه کې نويو مفکورو د تجدد او روښانتيا څپه پياوړي کړه. په کابل کې د حبيبيې لیسه او د حربي ښوونځي او دارالمعلمين پرانستل شول. حبيبيه ښوونځی چې په (۱۹۰۳) کې تاسیس شو تر (۱۹۰۹) پورې د سياسي فعاليتونو مرکز ګرځيدلی و.

د مير غلام محمد غبار په قول په کابل کې د بهرنيو هېوادو جريدې لاس په لاس ګرځيدې او د روښانفکرانو  قشر چې په لومړی سر کې يې د ملي بورژوازې او ليبرال ملاکانو نمايندګي کوله وروسته يې د پاچا د بې سرحده واک د محدودولو او د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو، او د اساسي قانون د جوړولو د پاره په مبارزه لاس پورې کړ. (۳)

د افغانستان د فرهنګي ژوند په لوړتيا کې يو بل عمده عامل د امير حبيب الله په دوره کې د هغو فراريانو راستنیدل وو چې د امير عبدالرحمن خان له خوا تبعيد شوي وو. هغوی هېواد ته تر راستنيدو وروسته د اذهانو په تنوير کې ستره ونډه واخيسته او د معاصرو ادبياتو بنسټ اېښودلو کې يې هم مهم نقش درلود. د دغو کسانو په ډله کې محمود طرزي او غلام محی الدين افغان په خاصه توګه د یادونې وړ دي.

د تجدد او روښانتيا د دورې ادبيات د ملي ارمانونو د عرادې په توګه د فرهنګ د پر مخ بيولو ته وقف شوي وو. په دې کې شک نشته چې د معاصر ادب تر څنګ کلاسيک ادب او فولکلوري ادب دواړه په خپل قوت پاتې وو خو معاصر ادب  د محتوا او پيغام د درلودلو له کبله نور ادبي جريانانه له خپل عنعنوي اهميت څخه وغورځول. معاصر ادب د يوه متعهد او رسالتمن ادب په توګه د ټولنې په خدمت کې په کار واچول شو. په هېواد کې د مزمن فقر، بيسوادي، اداري فساد، ظلم او بې عدالتي عموميت ټول وطن پالونکي او پر آزادۍ مين روښانفکران دې ته وهڅول چې دمنځنيو پيړيو د عطالت او رکود د مينځه وړلو د پاره حاده مبارزه پيل کړي او ولس د غفلت، بې خبرۍ، او بې تفاوتۍ له درانه خوبه راويښ کړي. د دغه وخت يو شمېر نامتو شاعرانو او ليکوالو د ادبي ايجاداتو تر څنګه د استعمار، فيوډاليزم او آتوکراسۍ پر ضد ګړندۍ مبارزه هم کوله او ځينو يې د خپلو لوړو ارمانونو د پوره کولو په لاره کې د قربانۍ ميدان ته هم ورودانګل او د شهادت جامونه يې وڅښل.

بنا کردند خوش رسم بخاک و خون غلتيدن

خدا رحمت کند آن عاشقان پاک طنيت را

 

د پښتو د معاصر ادب د انکشاف لومړی پړاو:

د «سراج الاخبار» د جريدې په خپريدلو سره پښتو ژبې او ادبياتو ته هم د انکشاف زمینه برابريږي. په همدغه وخت کې «په لره او بره پښتونخوا کې ډير داسې ځوانان موجود وو چې د نويو علمونو او اروپايي ادب مطالعه يې کړې وه. نوي ادبي ژانرونه او فورمونه يې پيژندلي وو. د خپل خیال د اظهار د پاره يې نوې لارې په نښه کړي وې او د پښتو د لرغوني ادب پر پاخه بنسټ يې د پښتو د ننني ادب ماڼۍ پيل کړه.» (۴)

که څه هم انګريزي استعمار په (۱۸۹۳) کال کې د ډيورنډ په تحميلي کرښې سره د افغانستان خاورې يوه برخه له اصلي پيکر څخه بيله کړه خو ويې نشو کولای چې د پښتنو د ګډو ارمانونو، ګډو ارزښتونو، او ګډو وياړنو تر منځ د بيلتانه کرښه وباسي. د فرهنګ په ساحه کې دلته او هلته په يو وخت کې حرکت پيل شو. د دغه حرکت مخکښان د ټولنې روښانفکران وو. په افغانستان کې د «سراج الاخبار افغانستان» جريده د مولوي عبدالروف کندهاري له خوا د ( ۱۹۰۶ کال د جنوري په يوولسمه نېټه) راووتله خو د همدغې لومړۍ ګڼې له خپريدلو وروسته جريده بنده شوه او د دوهم ځل د پاره د «سراج الاخبار افغانيه» په نامه په (۱۹۱۱) کې د محمود طرزي په مديريت او مشرۍ خپره شوه. په همدې وختو کې په لره پښتونخوا کې هم د پښتو د معاصر ادب د پراختيا په لار کې ګامونه پورته شوي وو. په (۱۹۱۰ ) کې د «افغان» جريدې په خپريدلو سره په پښتو ادب کې نوي ژانرونه باب شول او راحت زاخيلي، فضل محمود، عبدالمالک فدا غوندې ليکوالو او شاعرانو د معاصر ادب زړي وکرل.

محمود طرزي او عبدالرحمن لودين په «سراج الاخبار افغانيه» کې د پښتو د نظمونو او مضامينو خپرولو ته په اګاهانه توګه پاملرنه اړولې وه.

د پښتو لومړی شعر چې په نوموړي جريده کې خپور شو د مولوي صالح محمد خان کندهاري دی:

دا څـــــــــه عجب دوران دی

چې راغلــــــی پر افغان دی

رنګارنګــــــــــه ترقــــي ده

څه عجب محبوب عنوان دی

دا له کومـــه سو په موږ کې

چـــــې ظاهـــر او نمآيان دی

دا خـــــو عصر د سراج دی

چې افغان ټول پرې روښان دی

ته سراج الاخبار ته ګــــــوره

چې د ملک په تن کې ځان دی

اوس بيا نور علــــی نور سو

په پښتو چــې دی ګویان دی

 

په دغه شعر کې د نوي دوران د پيليدو زيری ورکړ شوی دی، د سراج الاخبار د «نور علی نور» ارتباط له روښانتيا سره مضمون ته ادبي رنګ هم ورکړی دی.

د روښانتيا په دوره کې د پښتو د معاصر ادب مخکښان دا دي: مولوي صالح محمد کندهاری، غلام محی الدين افغان، مولوي عبدالواسع کندهاری، عبدالعلي مستغني، او عبدالهادي داوی. د «سراج الاخبار» د نورو قلمي همکارانو په ډله کې چې په پښتو يې شعرونه ويلي دي د سيد محسن کندهاری، عبدالسلام، ملا عبدالباقي کندهاری، عبدالرسول محمدزايي، ميرزا عبدالرحيم، او ملا محمد خان عرض بيګي «افغاني نويس» نومونه د يادونې وړ دي. عبدالرحمن لودين که څه هم پښتو ژبې ته ډير خدمت کړی دی خو د پښتو شعر يا داستان کومه نمونه يې له ما سره نشته. د پښتو د معاصر ادب د لومړيو ښو څو شعرونو په جمله کې د مولوي صالح محمد «د بلبل ژړا»، د غلام محی الدين افغان «وطنه؟» شعر، او د مولوي عبدالواسع کندهاري شعر چې د «وجدان» په باره کې يې ویلی دی، د خاصې یادونې وړ دي. د يادو شوو شعرونو له جملې څخه به «د بلبل ژړا» يا «په قفس کې بلبل» د معاصر ادب د بېلکې په توګه راوړو:

يو سحر زما تر غوږ سوه له بلبله     په قفس کې يې ژړل دا يې ويله

چې بندي سوم د صیاد له سخته دله     ولې نه پوښتي څوک حال زما يو له بله

ولې نسته بې فغانه کار و بار زما

ولې حبس ابدي راغی په وار زما

چاته وژاړمه، پر چا باندې فرياد کړم

چاته خاورې پر خپل سر باندې باد باد کړم

چاته وګورمه په څه شي زړګی ښاد کړم

د صیاد له لاسه چاته عرض و داد کړم

څه راوسوه چې د تور قفس بندی سوم

نه خلاصيږم په دې بند کې ابدي سوم

ولې زه لـــــــــه خــــــپله سيله راجلا سوم

ولې زه د خــــــــپل وطنــــــــــه راجدا سوم

ولې زه په وير اخته په واويلا سوم

کور کلی مې سو پاته خوار تنها سوم

کم ظالم کړمه بندي خدای دې بندي کړي

خدای دې ما غوندې اخته په جدايي کړي

اوس به زه لکه هانور په هوا تلمه

په هوس د آزادۍ به نازيدمه

پر غنچو به د ګلانو مسيدمه

ورځ په ورځ به غوړيدمه، لويدمه

چا بندي کړم خدايه تې په ځان اخته کړې

په قفس يې دزندان ځګر سوخته کړې

…..

د شعر وروستی بند

سر تر پايه په سرو وينو کې غرقاب و

ځان بايلل، زړه زخمي، حال يې خراب و

بيا بيهوښه يا پرهوښ په اضطراب و

چې پر هوښ به سوګويانه په دا باب و:

«سر مې بايلو په هوا د آزادۍ

شکر شکر سوم فدا د آزادۍ!»

 

دا شعر ټول د ويلودی، خو په مقاله کې د ټول شعر راوړل ګنجايش نه لري. «په قفس کې بلبل» په سمبوليکه او رمزي ژبه د خپلواکۍ غوښتنې جذبات څرګندوي. د پوهاند حبيبي په وينا دا شعر دومره مقبول و چې په کې حتی د ښځو خولې ته هم ولويده، خوله په خوله اوريدل کيده او د وطن له مينې به يې ژړل.

«په قفس کې بلبل» د معاصر ادب يوه غوره بېلګه ده. که څه هم د محلي ډيالکټ اغيزه پکې ليدل کيږي خو په هغه کې يو مهم ملي ارمان په ښکلي عاطفي رنګ کې منعکس شوی دی. په دغه شعر کې تعقيد او اضافي الفاظ نشته. د اصطلاحاتو له پلوه غني او ژبه يې طبيعي او له محاورې سره سمه ده، په نوموړي شعر کې د تصوير بشپړتيا، منطقي انسجام او حسن ختام، د اسارت او بنده ګۍ پر ضد د اعتراض غږ او د طبيعت د ښکلا ترسيم پر همدغه شعر باندې د جاودانه ګی مهر لګوي.

د خپل د تيسس د ملاتړ د پاره د مولوي عبدالواسع کندهاري د شعر څو بيتونه هم را اخلم:

دا وجدان وجدان چې موږ په ژبه بولو

په مجمع کې د ځوانانو، د امزولو

دا وجدان نه دی خواهش د طبيعت دی

تحـــــــريفونه د الفاظو لوی آفت دی

که وجدان د سړيتوب وای دا خواهش

اتفاق بـــــــه و پر حسن او نکــــــــــوهش

زما ممدوح به ستا مبيغوض هيڅکله نه و

بد د ټول انسان به بد، او ښـــه به ښـــــه و

د اخلاف بی وجدانی دی پيدا کړی

طبيعت د خـــــــپل خــــواهش نوم ادا کړی

که وجدان وای جنګ به چيرې و پر مځکه

که وجدان وای خوښ به نه وم ستا په ورکه

که وجدان وای ټول حقوق به مو ادا وو

پر دنيا بــــه نــــــــه بډای و، نه ګــــــــدا و

که وجدان وای زه او ته يو، يو انسان

ولې زمـــــــــا کميس کــرباس دی ستا د سان

…..

اوس مالوم سو د وجدانه قانوندان دی

بې قانون چې هرسړی دی بې وجـــــــ-دان دی

 

د وجدان په باب د مولوي عبدالواسع نظريه د ده د ژور تفکر زيږنده او ځانته جلا بحث غواړي. خو په دې ځای کې به دومره يادونه وکړو چې د علمي فلسفې له نظره، وجدان يو فطري صفت (Tandorn Quality) نه دی، بلکی په ټولنه کې د انسان موقف د ده د ژوند شرايط، د پوهې د سطحې، او داسې نورو عواملو په اساس ټاکل کيږي. وجدان له وظيفې سره نږدې اړيکې لري او مولوي عبدالواسع هم دغه موضوع د قانون له رعايت سره مربوطه کړې ده. سپېڅلی وجدان هغه دی چې د ټولنې اړتياوو او غوښتنو ته ځواب وايي. مولوي عبدالواسع دغه موضوع په سمه توګه درک کړې ده.

پاتې په بله برخه کې ….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x