پاکستان د بې پيلوټه بريد په غبرګون کې د امريکا سفير ورغوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان بهرنيو چارو وزارت دغه هېواد کې د امريکا سفير ډيويډ هيل ورغوښتی او بلوچستان کې يې د بې پيلوټه بريد په غبرګون کې ورته «سخت احتجاج» کړی دی.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو مرستيال طارق فاطمي امريکايي سفير ته ويلي، چې د پاکستان پر خاوره د څارګرو الوتکو بريد د پاکستان د ځمکني خپلواکۍ خلاف دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پاکستان او امريکا د «ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کوي» او امريکا بايد له داسې کارونو لاس واخلي، چې د دواړو هېوادونو او څلور اړخيزو ناستو له لارې د سولې روانو خبرو ته زيان اړوي.

طارق فاطمي وايي، چې دغه ډول بريدونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو هڅو ته زيان اړوي.

په عين حال کې د بلوچستان ايالتي چارواکو هم دالبندين ولسوالۍ نوشکي سيمه کې پر يو موټر د بې پيلوټه الوتکه پخلی کړی او دغه بريد يې غندلی دی.

د بلوچستان کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي وايي، چې دا لومړی ځل دی، چې امريکا په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کړی او زياته کړې يې ده، چې د بلوچستان ولس او حکومت د دې بريد غندنه کوي.

سرفراز بګټي وايي، که په نښه شوی سړی د طالبانو مشر وي، نو ولې په ايران کې نه وژل کېده.

د پاکستان مشرانو جرګه کې د اپوزيسيون غړي فرحت الله بابر د امريکايي څارګرې الوتکې د ياد بريد په اړه له حکومته غوښتنه کړې، چې خپل ولس ته کره معلومات ورکړي.

امريکا په داسې وخت کې د ملا اختر محمد منصور د وژلو ادعا کړې، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې افغان حکومت او امريکا پر پاکستان فشار راوړی و، چې طالبان څلور اړخيزو ناستو کې ګډون لپاره تيار کړي، مګر پاکستان پر دې ونه توانېد.

واشنګټن کې د پاکستان سفارت چارواکي وايي، چې د ياد بريد په اړه دوی ته «هېڅ اعتراض او تشويش نه شته» او دې سره به د طالبانو ځواک او قوت کمزوری شي.

د چارو څارونکي وايي، که د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو خبر رښتيا شي، نو طالبان به په لنډو ورځو کې بل مشر وټاکي او په پاليسي کې به يې کوم بدلون رانه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د