ادبي لیکني

دسلحشور یاد …

ای تازه جوان رهرو دین باز بپا خیز  

  توفنده وکوبنده وباشور ونوا خیز

دشمن شکن وفاتح و سرباز خدا خیز 

  سنگر هوس  وعاشق آزادي ما خیز

از بهر خدا بهر خدا بهر خداخیز

از بهر خدا خیز

داشعر مې دفارسي ادب له کوم زاړه دیوان نه دی را اقتباس کړی ، او نه هم  دکوم دودیز  افغان ، ایراني یا هندي فارسي شاعر دهنر بیلګه ده ، دا شعر که څه هم پیغام ، آهنګ ، درد او شور په کې داقبال لاهوري  دشاعرۍ پروت دی ، او دهماغه ستر شاعر دې شعر ته پاته کیږي   چې وایي  ( ازخواب ګران خیز ) مګر دا داقبال شعرهم  نه دی . . .

دا غریونیولي  او توپاني کلمات  ،  زموږ دهغه نومورکي ، مجاهد او غازي  شاعر د زړه چیغه ده چې اوس زموږ په منځ کې نشته ، دتاریخي هرات  . . .  دجامي او خواجه انصاري  د ټاټوبي . . . نومورکی شاعر سمیع الله سلحشور یادوم ، چې دهمدې تېر کوچني اختر په مبارکه شپه یې( ۱۴۳۴/۱۰/۱ هـ ق )  دشهادت په ګلګونه غیږ کې ، ټوپک له اوږې او قلم  له  ګوتو ولوېد .

(انا لله وانا الیه راجعون )

نور هغه شاعر زموږ په منخ کې نشته چې ویل به یې :

برخیز که هنگام جهاد است وشهادت                                             هنگام به پا خاستن  و آزادي  امت

ای مرد خدا  دور شو از آتش غفلت                                                    ای چاره گر  درد من  از بهر دوا خیز

برخیز که ناتو و سپاهش شده لرزان                                                 واشنگتن و لندن ازین حمله پشیمان

این حاصل بازوی تو است  ای شه دوران                                    چون شیر ژیان سربکف و دل به صفا خیز

*************

دا د ۱۳۸۸ هـ ش کال دحوت یوه باراني ورځ وه ، اتفاقا دهرات دمجاهدینو په یوه میشت ځای میلمه شوم ، څو تنه مجاهدین چې په پښتو او فارسي یې خبرې کولې په دغه میشت ځای کې راټول وو ، ددوی په منځ کې یو تن دمنځني قد۳۰ کلن  ځوان هم  وو ، چې ږیره یې کونډۍ کړې  وه ، څرنګه چې موږ خورا ظاهر بین یو ، او ډیری پریکړې مو دمغز په ځای په  پوست  او ظاهر بناء وي ، نو ځکه راته  د مجاهدینو په منځ کې دغه شاوخوا ۳۰  ځوان  چې ظاهري جوړښت یې له نورو مجاهدینو بېل وو هسې کوم نامطلوب څوک وایسېد ، خو ډیر زر پوه شوم ، چې دهراتي مجاهدینو په منځ کې دغه زلمی کوم عادي څوک نه دی.

ملګرو رامعرفي کړ ، چې دغه ځوان سمیع الله سلحشور نومیږي ، چې ملګري یې ورته  شیخ  وایي ، دهرات پوهنتون دادبیاتو له فاکولتې فارغ شوی  دی او اوس د هرات په ختيځو ولسوالیو  ګذره ، پشتون زرغون ،  انجیل  او نورو سیمو کې دتکړه مجاهد شهید غلام یحیی اکبري  دجبهې او مجاهدینوسرپرستي  په غاړه لري ، نوموړی نه یوازې دسنګر تکړه مجاهد دی ، بلکې ښه قلموال ، مضمون نګار او شاعر هم دی ، په هرات کې په خپلو ناڅیزو امکاناتو  دهمسنګران په نوم یوه مهالنۍ مجله چاپوي ، چې تراوسه یې ۱۲ ګڼې چاپ شوي دي .

په همدې مجلس کې سره شناخته شوو او نوموړي زه هم وپیژندلم چې داسلامي امارت په فرهنګي کمیسیون کې خدمت کوم ، له همدې ځایه مو دادبي ، شاعرانه  او جهادي مزاج دمشارکت له امله  صمیمي دوستي پيل شوه ، نوموړي  چې په جهادي ډګر کې دمطبوعاتي او فرهنګي خدمت په اهمیت او مؤثریت پوهیده کله مې چې ورته دفرهنګي کمیسیون روان فرهنګي خدمات تشریح کړل ، نوډیر خوشاله شو ، او په داسې تلوسه یې پوښتنې کولې لکه کومه ورکه یې چې موندلي وي ، وروسته یې راته وویل چې دهرات  ولایت خلک دنورافغانستان له  خلکو یوجلا مزاج لري ، چې هغه ددوی فرهنګي مزاج او له  ادب ، کلتور او مطبوعاتو سره علاقه ده ، ددې لپاره   چې موږ په جهادي مطبوعاتو ددوی تنده خړوبه کړي وي  ما دهمسنګران په نوم یوه مهالنۍ مجله  پیل کړې چې په خپلو شخصي هڅو یې لومړی په کمپیوتر لیکم او بیا یې دپرینټر په واسطه چاپوم او دهرات په ښار او شاوخوا کې یې په مینه والو ویشم  .

له نوموړي سره دهمسنګران  مجلې ټولې ګڼې په کمپیوتر کې پرتې وې ، چې وروسته مو په ګډه وکتلې ، په خورا ادبي فارسي خورا معیاري مقالې ، اشعار او مطالب په کې چاپ شوي وو .

سره له دې چې زه ددوی ځای ته دشپې په نیت نه وم ورغلی خو دسمیع الله سلحشور مجلس دومره خوږ  وو ، چې بالاخره مې دمجلس داوږدیدو له امله دهراتیانو په مرکز کې شپه شوه ،نوموړي  له فرهنګي او مطبوعاتي جهاد سره خورا مینه لرله او ما هم چې دده استعداد او  لیکنو ته کتل نو له ځان سره مې ویل چې کاشکې دغلام یحیی اکبري ځای کوم بل مجاهد ډک کړی وای ، ځکه دغه ځوان واقعا د ټوپک له ډګر څخه دقلم په ډګر کې اسلام ته  ډیر خدمت کولای شي .

دشپې نری نری  باران اوریده  ، زیاتره مجاهدین ویده شول ، خو زما او سلحشور مجلس لا نه وشلیدلی ، نوموړي  خپل لیپ ټاپ کمپیوتر خلاص کړی وو ، او خپلې لیکنې او اشعار یې راته ښودل ، په بیلابیلو ادبي ، کلتوري او فکري موضوعاتو وغږیدو ، په خبرو خبرو کې رامعلومه شوه چې نوموړی پراخه مطالعه لري ، دپوهنتون له ارام ماحول څخه  هسې تصادفي دجهادي سخت ژوند ډګر ته نه دی راغلی ، بلکې نوموړی  دامت  له مسائلو ژور درک لري ، داسلام او مسلمانانو له درد څخه خبر دی ، او په دې پوهیږي  چې مسلمانانو ته له  دې بحراني حالاتو دوتلو یوازینۍ لار في سبیل الله جهاد دی ، نوموړي  شعوري او دسالم  فکر په وسله سمبال مجاهد وو ، داقبال لاهوري له شاعرۍ او فلسفې سره یې  ژوره مینه درلوده ، بیا بیا یې دنوموړي بیتونه ویل ، او ویل یې چې نوموړي دامت ستونزې  ډیرې ښې درک کړي او تشریح کړي دي .

اوس چې داکرښې لیکم ، نو دشهید سلحشور دهماغه مجلس اود خبرو خوږلت احساسوم ، رښتیا هم  هغه  یوه بیساري شپه وه ، چې دوو شاعرانو ، دوو مجاهدینو او دوو همسنګره ملګرو دخپل علاقې وړ موضوعاتو په  اړه سره زړونه تشول او دیوه  بل درد او ارمان یې حس کاوو .

شاعر خو وایي چې :

داسې بله شپه به په نصیب سره راځي

په عمر کې راځي خو له رقیب سره راځي

خو زه وایم چې داسې بله شپه به بیا رانشي ، ځکه سلحشور نور زموږ په منځ کې نشته ، هغه دابدیت په سفر تللی او موږ ته یې یوازې یادونه پاته دي .

************

د ۲۰۱۳میلادي کال داګست دمیاشتې  نولسم مازدیګر دی ، دیوه خړ کور زنګ وهلې دوازه مې وټکوله ، یو ماشومه نجلۍ چې  له څيرې  یې معصومیت او دهجرت مظلومیت بادېده راووتله ، پوښتنه مې ترې وکړه  : دشیخ سمیع الله کور  همدا دی ؟ ماشومې غږ ونه کړ او همداسې پټه خوله بیرته لاړه  لږ وروسته یو ځوانکی راووت ،  څیره یې غمځپلې وه او شونډو یې پتري نیولي وو ، دشیخ سمیع الله دکور پوښتنه مې ترې وکړه ، ده روغبړ راسره وکړ اوپه ګوډه ماته پښتو یې راته وویل  چې زه یې ورور یم .

نوموړي دکور دروازه خلاصه کړه او میلمه ځای ته ننوتو ، که رښتیا  ووایم ، زه همیشه دهرکله په پرتله  هغه وخت ډیر متاثر شوی او غرېو نیولی یم ، کله چې دکوم تازه دم شهید فاتحې ته ورغلی یم ، او دشهید په یتیمانو ، پلار  او تش پاته کور مې سترګې لګیدلي وي .

له قرأت  وروسته  مو دشهید سلحشور روح ته د دعاء لاسونه لپه کړل ، او وروسته مو دشهید سلحشور دژوند او فن بیلابیل یادونه راوسپړل ، ورور یې وویل چې سلحشور  دشهادت په مهال شاوخوا ۳۵  کلن وو ، خو واده یې ځکه نه وو کړی چې دجهاد او شهادت شوق په مخه کړی وو ، نوموړي خپل ډیر عمر په سنګر کې تیراوو .

وروسته  نوموړي دشهید سلحشور  ځینې لیکنې او اشعار راوښودل ، ده ویل چې سلحشور اوس هم له خپلو فرهنګي هڅو لا س نه وو اخیستی او دخپلې سیمې په په سطحه یې د ( تفنګ ) په نامه یوه محلي مهالنۍ مجله  چاپوله ، چې ډيرې ګڼې یې چاپ شوي وې .

له ده څخه مې دسلحشور دلنډ ژوندلیک غوښتنه وکړه  نوموړي خپل شهید ورور داسې راوپیژاند .

غلام سخي  چې وروسته  په شیخ سمیع الله سلحشور باندې مشهور شو ، پنځه دیرش کاله وړاندې دهرات ولایت  د پشتون زرغون  ولسوالۍ  په قریه یوسف خان کې زیږیدلی  دپلار نوم یې غلام رسول دی .

نوموړي  لیسه پای ته رسولې او بیا دهرات پوهنتون دژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې داخل شوی دی ، دامریکایي یرغل په لومړنیو کلونو کې چې نوموړی په هرات پوهنتون کې وو نو د رخصتیو په شپو کې به له خپله ملګرو سره په پټه کونړ ولایت  ته  تلو او هلته یې دامریکایانو او دهغوی دمزدورانو په خلاف جهاد کاوو ، دغه راز دپوهنتون دننه یې هم  د جهادي فکر او دیرغلګرو سره دمقابلې دعوت همیشه جاري ساته ، او خپل ډیر ملګري یې جهاد ته اماده کړي  او د غربي وارداتي افکارو له اغیز څخه ساتلي وو .

کله چې نوموړی له پوهنځي فارغ شو ، دغه مهال دهرات په ګذره ولسوالۍ کې دپخواني جهاد یوه قومندان غلام یحیی اکبري  دامریکایانو په خلاف دجهاد اعلان وکړ ، چې سلحشور هم ورسره ملګری شو ، نوموړی دقومندان اکبري دمرستیال په حیث دنده شروع کړه  او په دې سیمه کې یې وسلوال او مطبوعاتي جهاد خدمت پیل کړ.

نوموړی ډیره موده په همدې سیمه کې په جهاد بوخت وو او کله چې غلام یحیی اکبري شهید شو ، نو دسیمې په خلکو کې د ډير نفوذ او ملاتړ له امله نوموړی  دهغه په ځای وټاکل شو.

نوموړي له وسلوال جهادي ژوند سره سره همیشه قلمي او فرهنګي جهاد هم جاري ساته او په فارسي شعر او نثر لیکلو کې د ستراستعداد په برکت یې په زړه پورې جهادي اشعار او لیکنې ترمینه والو رسولې .

نوموړي په فارسي شاعرۍ کې لوی لاس درلود ، دغه راز   دادبي نثر ، سیاسي او علمي تحلیل په لیکلو کې هم خورا تکړه وو ، چې له شهادت وروسته سلګونه مقالې او اشعار ترې پاته دي .

د شهید سلحشور ځیني اشعار  په څرک ، شهامت او مورچل مجلو کې هم چاپ شوي دي دغه راز یې یو شمیر اشعار دتکړه ترانه ویونکي  ملا فقیرمحمد درویش لخوا په مترنم ډول هم ویل شوي دي لکه  مثلا دا شعر .

باز  به سنگر بیا باز به فکر نوین                                   برسر دشمن بریز آفت روی زمین

او یاداچې وایي :

آمدم تاظلم و استبداد ظالم بشکنم                          فرق خونخواران دهر و جور حاکم بشکنم

او داسې نورګڼ اشعار .

سمیع الله سلحشور په مختلفو موضوعاتو شعرونه لیکل دلته به دنوموړي  هغه  شعر ولولو چې په دې وروستیو کې یې دامریکایي یرغل دنوې فتنې  اربکیانو او اجیرو ملیشو په اړه لیکلی وو .

اربکی

اربکی جان سر برای دشمن دین داده است                                سر برای دالر و عشق شیاطین داده است

دین و ایمان را به دالر کرده سودا همچنان                               ننگ وغیرت را به چنگال قوانین داده است

ناموس و وجدان و همت از ضمیرش رفته دور                     اختیارش را بدست کفر وبي دین داده است

چرس و بنگ و خمر وافیونش مهیا گشته است                 دین وعفت را بدشمن باز و چندین داده است

تا نفس در تن بود از بي دینان دارد دفاع                                     چون برایش کفر سلاح وپول شیرین داده است

پاسداری و حراست میکند از دشمنان                                         چون به دشمن باور وایمان پیشین داده است

تا عروس فتنه و الحاد ازخود کرده است                                   ای بسا خون جوانانش که کابین داده است

امریکا گم گشته خویش راکنون با اشتیاق                             کرده پیدا و برایش تاج زرین داده است

اربکی ها این نمیدانند که رب ذوالجلال                                  لشکر اسلام را وعده به تمکین داده است

گر بتاریخ بنگرند حق لشکر اسلام را                                            فتح پیروزی همیش اندر میادین داده است

عنقریب است ای سلحشور اربکی هارا مدام                       از خجالت بینی هرجا سر به پائین داده است

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x