افغانستان

«د ملا منصور مړینه به طالبان نور هم جګړې ته وهڅوي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه ۱۳۹۵ل): الجزیرې تلویزون تېره د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور «احتمالي وژنې» په اړه د «ما وراء الخبر» په نوم خپرونې ته په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملاعبدالسلام ضعیف، د امریکا دفاع وزارت سلاکار لاري کورب او د اسلامي ګوندونو د چار شننونکي تسیر علوني راغوښتي وو.

دغه خپرونه کې پخواني افغان سفیر ملا عبدالسلام ضیف وویل چې دی د طالبانو د مشر د وژل کېدو خبر نه تاییدولای شي او نه یې هم ردولای.

د ملا عبدالسلام په باور طالبان ښايي د خپل مشر د مړینې خبر له دې کبله هم ځنډوي چې تر هغه بل مشر وټاکي، لکه د دغه تحریک موسس ملاعمر د مړینې د خبر د خپرېدو پر مهال یې چې وکړ.

بل لوري ته څېړونکي او د امریکا دفاع وزیر پخواني سلاکار د امریکا لخوا د ملااخترمحمد منصور په نښه کولو تر شا دوه لاملونه په ګوته کړل: لومړی دا چې طالبانو مشر غوښتل چې نورې سیمې ونیسي او دوهم دا چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو اترو پر وړاندې خنډ و. د نوموړي په باور د ملا منصور د وژنې سره د دې ډیره هيله شته چې طالبان د سولې خبرو ته لېوالتیا وښيي.

په عین حال کې د الجزیرې تلویزوني کانال د اسلامي ګوندونو په اړه څېړونکی او شنونکی تیسیرعلوني بیا ویلي چې ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت و او یو شمېر طالب مشرانو داسې فکر کاوه چې نوموړی به د سولې د مذاکراتو لپاره د پاکستان غوښتنو ته تسلیم شي، خو په وروستیو د امریکايي ځواکونو پر ضد پسرلني عملیاتو پیلول او د سولې خبرې ردول، امریکا او پاکستان دې ته اړ کړ چې له نوموړي ځان خلاص کړي.

علوني په طالبانو د ملااختر محمد منصور د وژنې اغېز په اړه ویل چې د نوموړي مړینه به طالبان دې ته وهڅوي چې نوره هم جګړه تېزه کړي او دی په دې باور نه لري چې پاکستان به په طالبانو خپل کنترول راولي. هغه وویل چې واشنګټن کوښښ کوي چې طالبان کمزوري کړي یا هم یو ډله یې د سولې خبرو ته کینوي. «د طالبانو د حرکت دننه غټ اکثریت دا ردوي».

علوني وویل چې د ملااختر محمد منصور تر ټاکنې وروسته د طالبانو تر منځ د نوموړي د ټاکنې پر ځای او بڼې ستر اختلافات و، یو شمېر طالبانو ویل چې نوموړی د افغانستان بهر ټاکل شوی، بل لوري ویل چې نوموړی د حکومت سره د سولې خبرې کوي، خو طالبان ډير ژر په دې بریالي شول چې اختلافات له منځه یوسي او جګړو ته زور ورکړي.

د تیسیرعلوني د خبرو په ځواب کې لاري کورب وویل چې واشنګټن په دې سره غواړي چې طالبان په دې وپوهوي چې که د سولې خبرو ته چمتو نشي نو د دغه ډول بریدونو سره به مخ شي، پر دې سربېره د نوموړي د وژنې سره به د طالبانو تر منځ اختلافات پیدا شي.

د خپرونې په پای کې ملاعبدالسلام ضعیف په دې ټينګار وکړ چې طالبان خپلمنځي ستونزې په خپله ختمولای شي او طالبان په افغانستان کې د سولې او امنیت مخالف نه دي، خو دوی د مذاکراتو لپاره د امریکا شرطونه نه مني.

ضعیف د طالبانو لخوا د مذاکراتو لپاره د امریکا د شرطونه نه منل تشدد نه بلکې حق وبللو. هغه په طالبانو د ملامنصور د مړیې اغېز په اړه وویل چې «دا فکر د یو کس او څو کسانو په وژل کېدو نه مري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x