پر ډېورنډ کرښه، پاکستاني عسکر

پاکستانی پوځ: ډېورنډ زموږ رسمي کرښه ده، یو انچ خاوره يې چاته نه پرېږدو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۴مه، ۱۳۹۵ل): پاکستاني پوځي چارواکي چې ډېورنډ دوی ته رسمي کرښه ده او د دې شاوخوا څخه به یو انچ خاوره هم افغانستان ته پرې نه ږدي.

پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځي ویاند په وحواله ويلي چې په انګور اډه کې یوازې جوړه شوې دروازه د افغانستان په خاوره کې وه، نورې ټولې امنیتي پوستې د دوی په خبره د پاکستان په خاوره کې دي.

تېره ورځ د مشرانو جرګې ګڼو غړو د پکتیکا انګور اډې ته تللی پلاوی پر معاملې تورن کړ او ويې ويل چې یوازې يې یوه دروازه افغان عسکرو ته سپارلې خو د دروازې په څنګ کې پوځي تاسیسات لا هم د پاکستاني پوځيانو په لاس کې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وايي په پکتیکا يې ځينې تاسیسات ځکه افغان عسکرو ته وسپارل چې د ده په خبره په افغان خاوره کې و، خو د دې تاسیساتو په څو مترۍ کې نورې پوستې د پاکستان خاوره بولي.

هغه نه دي ويلي چې هغه خاوره چې دوی يې د افغانستان اړوند بولي، ولې يې پکې تاسیسات جوړ کړي دي او د کومې معاملې له مخې يې افغان لوري ته سپارلي دي.

باجوه وايي دوی د پاکستان د یو انچ خاورې له لاسه ورکولو ته حاضر نه دي.

یاده دې وي پاکستان د ګډ حکومت له پیل سره هم مهاله په ګنو سیمو کې تر ډېورنډکرښې هم وړاندې راغلی او ان پوځي عملیات يې ترسره کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د