شعـــــرونه

غزل: عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

د خدای پامان درڅخه ځمه سبا بیا راځمه
خاوري د پله دي مچومه سبا بیا راځمه

ما مي مغروره ککرۍ ستا تر قدمه راوړه
یوه سجده لا درلېږمه سبا بیا راځمه

لکه پتڼ بلاګردان به دي تر سر ګرځمه
له رقیبانو دي ساتمه سبا بیا راځمه

په سوځېدو مي د یارانو شپې رنګیني کړلې
پر سرو لمبو درته راتلمه سبا بیا راځمه

اوس په خوبونو کي بېړۍ په توپانو کي وینم
سینه څپو ته سپرومه سبا بیا راځمه

ستا د شېرینو افسانو د اورېدو مینه مي
لکه فرهاد غرونو ته وړمه سبا بیا راځمه

د انتقام له اوره ډکه سره لمبه سینه مي
په غلیمانو سړومه سبا بیا راځمه

ستاپه کوڅه کي ستا د پلونو پر ښایستو نښو به
یوه غزل درته لیکمه سبا بیا راځمه

زما د ماشومو شپو په غېږه کي د ستورو اتڼ
یوځلي بیا ژوندی کومه سبا بیا راځمه

لا به مي اوري له قلم څخه زخمي شعرونه
ډېري کیسې درته کومه سبا بیا راځمه

نور د پردیو په مالت کي ګرېوان نه لمبوم
اوښکي یوه یوه ساتمه سبا بیا راځمه

جهاني بیا به دي ځواني په خیال کي ونڅوو
د بوډۍ ټال ته دي راوړمه سبا بیا راځمه.

عبدالباري جهاني
د ۱۳۹۵ کال د ثور د میاشتي شپږویشتمه، وزیر اکبرخان مېنه کابل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x